د افغانستان نوې جوړه شوې فوټبال ملي لوبډله اعلان شوه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په هیواد کې دننه او بهر د ازمیښتي کمپونو وروسته خپله وروستۍ ۲۶ کسیزه فوټبال ملي لوبډله اعلان کړه.

د فوټبال فدراسیون د خبرپاڼې له مخې چې اعلان شوې لوبډله به د راتلونکې سپټمبر میاشتې په ۳ مه او ۸ مه نیټه له تایلینډ او جاپان فوټبال ملي لوبډلو سره د افغانستان په استازیتوب ولوبیږي.

له لوبډلې څخه د پخواني کپتان تکړه لوبغاړي اسلام الدین امیري په شمول ۷ هغه لوبغاړي کینول شوي چې څو میاشتې وړاندې یې په اعتراضي بڼه له ملي لوبډلې استعفا ورکړې وه.

په اعلان شوې فوټبال ملي لوبډله کې تکړه ګول ساتوونکي منصورفقیریار او حمید الله یوسفزي هم ځای نه دی خپل کړی.

دغه راز له پخواني لوبغاړو څخه اوسني کپتان جلال الدین شریعتیار، مصطفی حدید، سید محمد هاشمي، حسن امین، ضمیر داودي، مصطفی ځاځی، اباسین علي خیل، فیصل شایسته او انوش دستګیر هم له پخوانیو لوبغاړو څخه دي چې په ملي لوبډله کې یې خبل ځای ساتلی دی.

دغه راز یوسف شیردل او سنجر احمدي بیا له اعلان شوې ۲۶ کسیزې لوبډلې ویستل شوي دي.

په اعلان شوې لوبډله کې حمید الله وکیلي ، کاوش حیدري ، فردین کوهستاني او اویس عزیزي د ګول ساتوونکو په توګه ، جلال الدین شریعتیار، فیصل سخي زاده ، سید محمد هاشمي، ضمیرداودي، حسین امین ، انوش دستګیر، مسیح سیغاني ، شریف محمد او مصطفی حدید په دفاع لیکه کې، عصمت شینوارې، نورالله امیري، ارش هاتفي، اباسین علي خیل، مصطفی ځاځی، کنشکاطاهر،مصطفی ازادزوی، زبیرامیري، شبیریوسفي او فردین حکیمي د منځنۍ لیکې لپاره او فیصل شایسته، خیبر اماني او محمد انور اکبري د برید لیکي لپاره غوره کړي دي.

دیادونې وړ ده چې هرنړیوالې او دوستانه سیالۍ ته باید ۲۳ لوبغاړي د ملي لوبډلې په تشکیل کې اوسي چې په افغان لوبډله کې هم د روانې اګست میاشتې ترپایه د څوو لوبغاړو د کینولو چانس لیدل کیږي.

ویل کیږي چې د راتلونکې میاشت مهمو سیالیو ته به ښایي افغان فوټبال ملي لوبډله د روانې اګست میاشتې په ۲۰ مه نیټه په کابل کې د خپل مشر روزونکي سلوان سکیلیزیچ په روزنه کې خپل روزنیز کمپ پیل کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون خپله ملي لوبډله وروسته له هغې اعلانوي چې د فوټبال نړیوالې شورا په نوې میاشتېنۍ درجه بندۍ کې د تیرې میاشتې په ۱۳۴ م مقام کې پاتې شوې ده خو په اسیایي کچه ۲۰، په سویلي اسیا کچه لومړۍ او په مرکزي اسیا کې بیا دریم مقام له ځان سره لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام