
ټاکل شوې ده افغان کرکټ ملي لوبډله سبا د بنګله دیش په کوربتوب د شل اوریزه (ایشیا کپ) ټاکنیز پړاو لومړۍ لوبه ترسره کړي.
افغان کرکټ ملي لوبډله به د سبا ورځې په لوبه کې د عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلې خلاف د افغانستان په وخت ماسپښین ۱ نیمه بجه په (فتح الله) لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ووځي.
په دې سیالیو کې به افغانستان ټول ټال ۳ لوبې له عربي اماراتو، عمان او هانګ کانګ کرکټ ملي لوبډلو سره ترسره کړي
د کرکټ اسیایي شورا د پریکړې له مخې به د سیالیو ګټوونکې لوبډله له پاکستان، هندوستان، سریلانکا او بنګله دیش سره لومړي پړاو (شل اوریزه) اسیایي جام کرکټ سیالیو ته لاره پیدا کړي.
د یادونې وړ ده چې افغان کرکټ ملي لوبډله پرون په هندوستان کی د تمریناتي سیالیو وروسته د بنګله دیش پلازمینې ډهاکې ته رسیدلې ده.
افغان کرکټ ملي لوبډلې د هندوستان په تمریناتي سفر کی ټول ټال ۵ شل اوریزه لوبې ترسره کړې چې په ۲ لوبو کې یې بریا خو په ۳ لوبو کې یې د سیمه ایزې ګجرات لوبډلې خلاف ماتې وخوړې خو بیا هم د اصغرستانکزي په کپتانۍ کې افغان لوبډله دویم پړاو ته د رسیدو له پاره مخکښه لوبډله شمیرل کیږي.

که څه هم افغانستان په تیر یوه کال کې له عربي اماراتو کرکټ لوبډلې سره کومه سیالي نه ده کړې خو افغان کرکټ ملي لوبډلې په وروستیو میاشتو کې د دواړو عمان او هانګ کانګ کرکټ ملي لوبډلو خلاف ماتې خوړلې دي.
که څه هم د سیالیو د ژوندي بهیر په اړه تراوسه په رسمي بڼه نه هم نړیوالو رسنیو او نه هم افغان کرکټ بورډ کوم زیری ورکړی خو داسې کنګوسې دي چی ښایي دافغانستان او هانګ کانګ کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ دټاکنیز پړاو وروستۍ لوبه به د تلویزون په پردو کرکټ مینه والو ته وښودل شي.
ټاکل شو ې ده د ایشیا کپ ټاکنیز پړاو د سبا ورځې په دویمه سیالۍ کې به عمان لوبډله له هانګ کانګ کرکټ ملي لوبډلې سره دلوبې ډګر ته ووځي.
د دواړو ترمینځ سیالۍ به د افغانستان او عربي اماراتو ترمینځ د سیالۍ وروسته د افغانستان په وخت ماښام ۶ بجې په فتح الله لوبغالي کې ترسره شي.





