.jpg)
دغې لوبډلې نن د ۱۹ کلنو په ۱۲ پړاو نړیوال جام سياليو پاى لوبه کې اسټرالیا لوبډلې ته په ۸ وېکټو ماتې ورکړه او د څلورم ځل لهپاره يې اتلولي وګټله.
منجوت کارلا په سليزه غوره لوبغاړى اعلان شو. د سږکال په نړيوال جام سياليو کې ټولټال ريکارډ ۲۵ سليزې جوړې شوې چې د افغانستان لهخوا هېڅ لوبغاړي سليزه جوړه نه کړه.
د اتلولۍ جام په ګټلو هندي روزونکي راهول ډراويډ ته ۵۰ لکه هندۍ کلدارې او لوبغاړو او ورسره رسمي ډلې ته ۲ ميليونه هندۍ کلدارې جايزه اعلان شوه.
.jpg)
هندوستان وړاندې په ۲۰۰۰، ۲۰۰۸ او ۲۰۱۰ کلونو کې هم دغه اتلولي ګټلې وه. پاى لوبه کې اسټراليا ۲۱۶ منډې کړې وې چې هندوستان د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړې.
په سږکال نړیوال جام کې افغان لوبډلې هم د ۵ ځل لهپاره لوبې وکړې چې ترټولو لوړ ۴ مقام يې د ګډون کوونکیو ۱۶ لوبډلو په کتار کې وګټلو.





