.jpg)
د افغانستان کرېکټبورډ درسنیو څانګې مسوول عبدالله پکتیاني سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، دوی پلان نیولی چې د لومړي پړاو APLT20 لهپاره د لوبغاړیو خرڅلاو (ډرافټ) پروسه د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۰مه نېټه ترسره کړي او ښایي همداسې وشي.
له دې وړاندې د افغانستان کرکټلیګ د پانګونې برخې همکاره هندي شرکت SNIXER مشر اشیش هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو چې د لوبغاړیو (ډرافټ) به د سپټمبر په لومړۍ اوونۍ کې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرکټ پریمیر لیګ لومړی پړاو به پوره یو میاشت وروسته د ۵ لوبډلو کابل، کندهار، بلخ، پکتیا او ننګرهار لوبډلو ترمنځ د اکتوبر په ۵مه نېټه د عربي اماراتو په شارجه ښار کې پیل شي.
د افغانستان کرېکټبورډ پرون زېری ورکړ چې دوی خوشحاله دي چې پاتې ۳ نورې لوبډلې هم وپلورل شوې چې کابل په (MOZLI GROUP) کندهار په (SB SPORTS) او ننګرهار په (PLUS CAPITAL) پانګهاچوونکي شرکتونو وپلورل شوې.
.jpg)
له دې مخکې د تېرې اګست په ۲۷مه نېټه د عربي اماراتو په کوربتوب د افغانستان کرکټلیګ په پرانېسته کې د پکتیا لوبډله په (VROCK) او د بلخ لوبډله په (LEGENDARY MAN ENTERNAINMENT) شرکت پلورل شوېوې.
په حیرانوونکې توګه افغان ېکرکټبورډ تراوسه اعلان نهدی چې د افغانستان لومړي پړاو کرکټلیګ لوبډلې یی په څومره پیسو او د څوو کلونو لهپاره په دغو پانګوالو پلورلي دي.
افغان کرېکټبورډ دا هم ګیله کړې چې د ټاکل شوي ۱۰ میلیونو ډالرو په نیمایي قیمت هم افغان پانګوال حاضر نهشول چې پهخپل لیګ کې لوبډله واخلي او ټولې لوبډلې د بهرنیانو لهخوا واخېستل شوی.
دغه راز د کرېکټبورډ د رسنیو څانګې مسوول دا هم وویل چې دوی تراوسه د APLT20 لهپاره هېڅ (ایجنټ) په دنده نهدی ګومارلې او نه هم د افغانستان کرکټبورډ کارکوونکي په دې لیګ کې د ایجنټ دندی ترسره کولو اجازه لري.
.jpg)
د ښاغلي پکتیایي په وینا، د نړۍوالو اصولو له مخې افغان کرکټ لوبغاړي چې په (ډرافټ) کې به خرڅلاو ته وړاندې کېږي کولای شي چې د خپل ځان لهپاره ایجنټ ونیسي او د هغه په مرسته خپلې چاری له لوبډلو سره سمبال کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د یو شمېر مخکښو لوبغاړیو په څیر د کرکټ مخکښه بهرني لوبغاړي خپل ایجنټان لري چې په نړۍوالو لیګونو کې د هغوی لوبېدل او نورې چارې سمبالوي؛ خو د ملي لوبډلې پرته زیاتره افغان لوبغاړي بیا په نړۍواله کچه ایجنټان نهلري او نه یې هم په اصولو خبر دي.
کرکټ بورډ په داسی حال کې په افغان کرکټ لیګ کې د خپلو کارکوونکو د ایجنټۍ دنده ردوي چې ویل کیږي د ملي لوبډلې په شمول زیات شمیر افغان لوبغاړو ته چې ټاکل شوی ده (بولۍ) ته وړاندی شي پیغامونه لیږل شوي چې د ایجنټۍ په بدل کې او لوبډلې ته دجذبیدو په پایله کې دوی ته ۱۰ سلنه پیسی ورکړي.





