د افغانستان فوټبال فدراسیون یوه روزونکي طاهر رووفي د فوټبال اسیايي شورا لخوا د فوټبال روزنې په ستر (الف) درجه روزنیز کورس کې برخه واخیسته.
د افغانستان فوټبال فدراسیون دیوی خبرپاڼې په خپرولو سره وایي چې دغه (A) درجې روزنیز کورس د پاکستان په لاهور ښار کې پیل شوی.
خبرپاڼه لیکي چې د فوټبال روزونکو لپاره په دې ستره کچه برابر شوي اسیایي روزنیز کورس کې د افغانستان لخوا د طاهر رووفي ترڅنګ د مالدیف، بوتان او کوربه پاکستان فوټبال روزونکي هم برخه لري.
ویل کېږي چې د اسیا فوټبال شورا لخوا به د غه د (الف) درجې روزنیز کورس به د دریو اونیو لپاره په نظري او عملي بڼه ترسره شي.
دیادونې وړ ده چې اوسمهال د افغانستان یو فوټبال روزونکې د (الف) درجی فوټبال روزنې سرټیفیکټ په بریالۍ توګه په لاس کې لري او د طاهر رووفي په بریالي کېدو سره به افغانستان د ۲ لومړۍ درجه فوټبال روزونکو خاوند شي.
چارواکي وایي چې د ۳ اونیو ددې روزنیز کورس وروسته به له ګډون کوونکو څخه ازموینې واخیستل شي چې پایلې به یې بیا د فوټبال اسیایي شورا لخوا د افغانستان په ګډون اړوندو هیوادونو ته ولیږل شي.





