د کرېکټ ملي لوبډلې لومړۍ جوپه هند ته ولاړه

د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې د هندوستان تمریناتي سفر له‌پاره د لومړي ځل له‌پاره ترټولو ستره ۴۳ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې لومړۍ ۲۲ کسیزه ډله یې نن هندوستان ته ولېږل شوه.

په ۴۳ کسیزه لوبډله کې لوبغاړي په درېیو بېلابېلو ډلو وېشل شوي چې په لومړۍ جوپه کې د ۱۹ کلنې کرېکټ ملي لوبډلیې ۱۱ تکړه لوبغاړو ځایونه خپل کړي دي.

وېکټ ساتوونکی اکرام علي خېل، دروېش رسولي، نثار وحدت، عظمت‌الله عمرزی، وفادار مومند، وقارسلام خېل، نوین الحق، بهیرشاه محبوب، رحمان ګربز، یوسف ځاځی او قیس احمد د ۱۹ کلنې کرېکټ ملي لوبډلې څخه د ملي لوبډلې په روزنیز کمپ کې ځایونه خپل کړي دي.

د دغه لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرېکټ تکړه لوبغاړو لکه شاهد مندوزی، ضیاالرحمان، حشمت‌الله شهیدي، یونس احمدزی، نوازخان، نجاب مسعود، یمین احمدزی، سید شېرزاد، ضیاالحق او رحمت الله سهاک هم په ۲۲ کسیزه لوبډله کې شامل دي.

دغه راز په لومړۍ جوپه کې شهزاد محمدي هم شامل و خو کرېکټ بورډ وایي چې نوموړی به راتلونکیو ورځو کې د ۲ اوونیو روزنیز کمپ له‌پاره هندوستان ته ولاړشي چېرته چې به د مشر روزونکي پیل سیمینز په شمول د فیلډینګ او بالینګ روزونکیو تر روزنې وروسته غوره لوبغاړي د بنګله دېش خلاف ۲۰ اوریزه او د هندوستان خلاف یوازېنۍ ټیسټ سیالۍ ته غوره شي.

د غوراوي کمېټې د اعلان له‌مخې به د کرېکټ ملي لوبډلی په دویمه جوپه کې افتاب عالم، فرید ملک، دولت ځدراڼ، احسان الله جنت، جاوید احمدي، ناصر جمال، افسر ځاځی، اصغر ستانکزی، شرف‌الدین اشرف، امیر حمزه، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، نجیب ترکی، عثمان غني، حضرت الله ځاځی او نور علي ځدراڼ اخیستل شوي چې د روانې اپریل میاشتې په ۲۸مه نېټه به هندوستان ته سفر وکړي.

همدارنګه په درېیمه ډله کې کریم جنت، شفیق الله شفق، شاپور ځدراڼ، ګلبدین نایب او سمیع الله شنیواری به د روان کال د مې میاشتې په ۱۲ مه نېټه هندوستان ته ولېږل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې تمه وښوده ښيي چې د هندوستان روزنیز کمپ به له دوی او روزونکیو سره مرسته وکړي چې راتلونکیو لوبو ته د اړتیا له مخې یوه ښه لوبډله جوړه کړي چې تر ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پورې به ساتل کېږي او ښه پرمختګ له‌پاره به څارل کېږي.

د غوراوي کمېټې غړي حاجي ولي امین زیاته کړه چې کوم لوبغاړي چې په دې روزنیز کمپ کې له نورو لوبغاړو ښه وځلیږي او غوراوي کمېټه یې په ملي لوبډله کې اړتیا وویني نو له ملي لوبډلې سره به پاتې کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام