مشعل : ورزش له سیاست سره نه ګډوو؛ پاکستان سره لوبې کوو

د افغانستان کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل نن په یوه خبري غونډه کې وویل، چې دوی به ورزش له سیاست سره ګډ نه‌کړي او  پاکستان سره به د کرکټ دوجانبه لوبې ترسره شي.

هغه د خپلو لاسته راوړنو څخه دفاع وکړه، چې پاکستان ته د ده سفر د کرکټ له‌پاره ګټور سفر وو.

د نوموړي پر وینا، افغانستان باید له ټولو کرکټ کوونکو هیوادونو سره ښې اړیکي او متوازنې اړیکي ولري، خپل‌منځي اړیکې پیاوړې کړي او ورځ تربلې په نړیواله درجه بندۍ کې مخکې ځي.

هغه وايي، چې دوی به ځان په یوه جزیزه کې را ګېر نه کړي او هر څه به د افغانستان ملي ګټو سره سم ترسره کړي.

مشعل دا هم وویل، چې سیاست به له کرکټ څخه لرې ساتي او دنده یې داده، چې له ټولو هیوادونو سره برابرې اړیکې وپالي.

عاطف مشعل وویل، چې وړاندې یې هم له پاکستاني کرکټ بورډ سره اړیکې درلودې، خو دا به لومړی ځل وي، چې یوه بشپړ غړیتوب لرونکې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله به د دوستانه سیالۍ له‌پاره افغانستان ته راځي.

مشعل وویل، له پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې ۸ موارد په اجنډا کې شامل وو، چې پرې تراوسه لفظي هوکړه شوې ده، خو د دواړو لوریو تخنیکي کمیټه د بحث وروسته لاسلیک او عملي کیدو ته چمتو کړای شي.

د معلوماتو پر بنسټ، په ۸ مواردو کې د پاکستان او افغانستان له‌خوا د لیدنې په اجنډا کې شاملولو له مخې به یې ددواړو هیوادونو ترمنځ په کابل او لاهور کی یوه یوه دوستانه شل اوریزه لوبه کیږي.

ترڅنګ به د دواړو هیوادونو ملي، الف، ۱۹ کلنو ،۱۶ کلنو او سیمه‌ییزو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ۲ اړخیزه کرکټ سیالۍ ترسره کیږي.

همدارنګه پاکستان به د کرکټ په اسیایي او نړیواله شورا کې د افغانستان کرکټ بشپړ ملاتړ کوي او هم به د افغانستان کرکټ بورډ کارکوونکو ته د بیلا بیلو تخنیکي برخې روزنیز کورسونه برابروي.

دغه راز پاکستاني کرکټ بورډ افغانستان ته د پاکستان په هر ایالت کې د یوه مجهز کرکټ لوبغالي د ورکړې وړاندیز وکړ، چې ترې د خپل کورنيو کرکټ لوبډلو د سیالیو او تمریناتو په موخه ګټه واخلي.

افغان کرکټ بورډ وایي، دافغانستان او پاکستان ترمنځ لوبې د افغانستان د کرکټ په خیر دی او له ټولو هیوادوالو یې وغوښتل چې ورزش له سیاست سره ګډ نه‌کړي.

د نوموړي په وینا، له افغان امنیتي ادارو سره به په یوه ګډ پلان کار وکړي، چې د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې امنیت ساتلو ترڅنګ يې ښه میلمه‌پالنه وکړي.

د مشعل پر وینا، دا چې افغانستان اوس‌مهال دویمه درجه هیواد دی، نو له بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو سره سیالۍ ورته ډیرې ګټورې دي.

د کرکټ بورډ رییس عاطف مشعل وايي، چې افغانان باید د پاکستاني لوبغاړو ښه میلمه پالنه وکړي

د هغه پر خبره، دوی د ملي ګټو له‌پاره کار کوي او په اخر کې به هیڅ افغان کرکټ بورډ په‌دې سیالیو برابرولو ملامت نه‌کړي.

په ورته وخت کې بیا په ټولنیزو رسنیو کې کرکټ څارونکو او پرون د یوې خبري غونډې پرمهال د کرکټ بورډ د پخواني مرستیال حاجي عزیزالله فضلي په شتون کې ګډونوالو له افغان کرکټ بورډ څخه وغوښتل، چې پاکستان د افغانستان په ناخوالو کې لاس لري او باید ددغه هیواد کرکټ ملي لوبدلې سره سیالۍ ترسره نه‌شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام