افغان کرکټ لوبډله د ۲۰۱۵کال تر ټولو زیاته ګټونکې لوبډله اعلان شوه

د کرکټ نړیوالې شورا د احصایې له مخې افغانستان په ۲۰۱۵ م کال کې نه یواځې خپلې سیالانې ایرلینډ او سکاټلینډ لوبډلې شاته پریښي ترڅنګ یې سترې لوبډلې هم وروسته کړي دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، افغان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۵ م کال کې د شل اوریزه کرکټ نړیوال جام اتلې سریلانکا په ګډون د اسټرالیا، پاکستان او هندوستان لوبډلې هم شاته پریښي.

د ۲۰۱۵ م کال شل اوریزه نړیوالو سیالیو ته په کتو افغانستان تیرکال په ۹ شل اوریزه لوبو بریاو سره د نړۍ ترټولو مخکښه کرکټ لوبډله اعلان شوې ده.

افغان کرکټ ملي لوبډلې په تیر ۲۰۱۵ م کال کې ټولټال ۱۱ نړیوالې شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي، چې ۹هغه یې ګټلي او ۲ یې بایللې دي.

د افغانستان له پاره تیرکال په نړیوالو شل اوریزه لوبو کې مخکښه بیټسمین شهزاد محمدي و، په نړیواله کچه په زیاتو ۲۹۷ منډو یې لومړی مقام ګټلی و.

شهزاد محمدي د دغه ریکارډ له پاره سویلي افریقایي فف ډوپلیسیس، پاکستاني احمدشهزاد، زمبابوی سین ویلیمس او نیوزیلنیډي برینډن مکولم په څیر لوبغاړي شاته پریښي.

دغه راز تیرکال د افغانستان له پاره دولت ځدران بیا په کور دننه لومړې مقام لرونکې خو په نړیواله کچه په ۱۳ ویکټو پنځم مخکښه بالر و، چې ښه ځلیدلی و.

دغه راز د تیر۲۰۱۵ م کال شل اوریزه لوبو په غوره ۱۰ لوبډلو کې هالینډ په ۶ بریاو دويم ، پاکستان په ۶ بریاو دریم، سویلي افریقه په ۶ بریاو څلورم، هانګ کانګ په ۵ بریاو پنځم، انګلستان په ۴ بریاو شپږم، سکاټلینډ په ۴ بریاو ۷، ویسټ انډيز په ۳ بریاو ۸، بنګله دیش په ۲ بریاو ۹ او نیوزیلینډ بیا په ۲ بریاو ووستې لسم مقام ترلاسه کړی دی.

افغانستان تراوسه د ۲۰۱۰ م کال فیبرورۍ میاشتې له لومړۍ نیټې راپدېخوا ۳۷ نړیوالې شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي چې ۲۲ یې ګټلي او ۱۵ یې بایللې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام