د افغانستان ۱۹ کلنه فوټبال ملي لوبډله نیپال ته ولاړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون نن خپله ۱۹ کلنه فوټبال ملي لوبډله د نیپال په کوربتوب پېلېدونکو سویلي اسیا فوټبال سیالیو ته رخصت کړه.

لوبډله نن په داسې حال کې د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا لومړي پړاو سویلي اسیا فوټبال ۱۹ کلنو سیالیو ته روانه شوه، چې د ښوو لاسته راوړنو ټټر يې واهه.

د سویلي اسیا فوټبال چارواکو ویلي، چې د دې لومړي پړاو ټورنامنټ موخه د اسیا ۱۹ کلنو فوټبال سیالیو ته د لوبډلو تیاری دی.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان ۱۹ کلنه فوټبال ملي لوبډله به د دې سیالیو وروسته د اسیا په ۱۹ کلنو فوټبال جام سیالیو کې له فلسطین، عربي امارت او هندوستان سره ولوبېږي، چې د روان کال اکټوبر میاشتې له ۲ مې نیټې څخه تر ۶ مې نیټې په فلسطین کې ترسره شي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون خبرپاڼه لیکي، چې ټاکل شوې ده افغان ۲۳ کسیزه ۱۹ کلنه فوټبال ملي لوبډله به په لومړي پړاو۱۹ کلنو سویلي اسیا سیالیو کې له مالدیف او هندوستان لوبډلو سره په ګروپ کې لوبې ترسره کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون زیاتوي چې د لوبډلې د لوبیدو ترڅنګ به د ۱۹ کلنو په سویلي اسیا فوټبال ټورنامنټ کې مشهوره افغان لوبڅار حلیم اغا شیرزاد هم د لوبڅارۍ دنده ترسره کړي.

ویل کیږي، چې نوموړي په اسیایي کچه د بېلا بېلو سیالیو لوبڅارۍ وروسته په رسمي بڼه د سویلي اسیا فوټبال شورا له خوا د ۱۹ کلنو فوټبال ټورنامنټ کې لوبڅارۍ ته غوره شوي دي.

حلیم اغا شیرزاد په ۲۰۱۳ م ز کال سویلي اسیا فوټبال ټورنامنټ کې هم د لوبڅارۍ دنده ترسره کړې وه، چې د نیپال په کوربتوب ترسره شوي وو او افغانستان په کې د اتلولۍ لومړی جام ګټلی وو.

ویل کیږي، چې د نیپال په کوربتوب به د سویلي اسیا په ۱۹ کلنو فوټبال جام به افغان ۱۹ کلنه فوټبال ملي لوبډله د راتلونکې جمعې په ورځ د اګست په ۲۱ مه نیټه له مالدیف سره او داګست په ۲۳ مه نیټه له هندۍ نولس کلنې فوټبال ملي لوبډلې سره لوبه ترسره کړي.

د افغانستان ۱۹ کلنه فوټبال ملي لوبډله په داسې حال کې نیپال ته روانیږي، چې د افغانستان ۱۲ کلنې فوټبال ملي لوبډلې روانه میاشت به سویلي کوریا کې د اتلولۍ جام وګاټه او ۱۶ کلنه فوټبال ملي لوبډله بیا په بنګله دېش کې د سویلي اسیا جام سیالیو نیمه پای لوبو ته ورسېده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام