.jpg)
د افغانستان او هندوستان معلولیت لرونکیو کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۲ شل اوریزه لوبو لړۍ په یوې یوې بریا سره په مساوي توګه پای ته ورسېده.
د افغانستان په کرېکټ بورډ کې د معلولینو کرېکټ څانګې مسوول عبدالمنان مسعود سلاموطندار ته په رالېږل شوې معلوماتو کې ویلي، په دویمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه کې کوربه هندۍ کرېکټ ملي لوبډلې په ۳ وېکټو افغان کرېکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او له افغان لوبډلې یې د لومړۍ ماتې غچ واخیست.
د سیالیو برابرېدو سره سره هندي کرېکټ بورډ د اتلولۍ جام میلمه افغان معلولیت لرونکې کرېکټ ملي لوبډلې ته ډالۍ کړ چې لومړۍ لوبه یې د ۳۹ منډو په توپیر ګټلې وه.
د ښاغلي مسعود په وینا، په پرونۍ لوبه کې افغان معلولیت لرونکې کرېکټ ملي لوبډلې د پچې ګټلو وروسته د لومړۍ لوبې پرېکړه وکړه چی ښه ثابته نهشوه.
نوموړي زیاته کړه، په لومړۍ لوبې سره افغان معلولیت لرونکی کرېکټ ملي لوبډله په پوره ۲۰ اورونو کې یوازې په ۱۰۵ منډو وسوځېده.
له ټاکل شوي هدف څخه افغان بالرانو دفاع ونهکړای شوه چې هندۍ لوبډلې په ډېره مشکله دغه هدف د لوبې په وروستي اور دویم بال د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ.
.jpg)
د لوبو په پای کې افغان بالر شیرین اغا په دواړو سیالیو کې د ښه ځلېدو له کبله چې په ۲ شل اوریزه لوبو کې یې ۴ وېکټې ترلاسه کړې وې د سېریز د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
ټاکل شوې دواړه افغان او هندۍ معلولیت لرونکې کرېکټ ملي لوبډلې به د روانې مارچ میاشتې په ۳۰مه دقیقه د معلولیت لرونکیو وګړیو کرېکټ تاریخ کې د لومړي ځل لهپاره په درې ورځنۍ ډی نایټ ټیسټ سیالۍ کې هم د لوبې ډګر ته ووځي چې په ګلابي بال به ترسره شي.
دغه راز په هندوستان کې بیا د افغانستان ۱۷ کلنې کرېکټ ملي لوبډلې سیالۍ هم د بنګله دېشۍ لوبډلې په وړاندی پای ته ورسېدې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ ۲ درې ورځنۍ سیالۍ په مساوي توګه پای ته ورسېدې خو د ۳ پنځوس اوریزه لوبو په لړۍ کې بنګله دېشۍ ۱۷ کلنې لوبډلې افغان لوبډلې ته ۲ د ۱ بریا په وړاندې ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې وګټلو.





