.jpg)
د افغانستان د کورني فوټبال غوره «شاهین اسمایي» لوبډله د کوربه لوبډلې خلاف سیالیو ته د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته رسېدلې ده.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، ټاکل شوې ده، د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتله شاهین اسمایي به نن د خپلې سیالې تاجکستانۍ «حاصلات فرخور» لوبډلې پر خلاف سیالي وکړي.
فدراسیون زیاتوي، سیالۍ نن د (جنورۍ پر ۳۱مه) د افغانستان پر وخت مازیګر ۳ بجې پیلېږي، چې په افغانستان کې به د ټلویزیونونو له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د اسیا فوټبال کلپونو اتلولۍ لیګ په ټاکنیز پړاو کې به د دواړو لوبډلو ترمنځ ۲ د تګ ـ راتګ پړاو لوبې د جنورۍ پر ۳۱ مه او د فیبرورۍ پر ۷ مه نېټه وشي.
په دې سفر کې له شاهین اسمایي لوبډلې سره یو بهرنی تاجکستانی روزونکی «بیګمردوف بایر» د مشر روزونکي په توګه او پخوانی ملي فوټبال لوبغاړی مجتبی فیض د مرستیال روزونکي په توګه ملتیا کوي.
.jpg)
د لوبډلې روزونکي مجتبی فیض په کابل کې د واورو او سړې هوا سره ـ سره د خپلې لوبډلې له تیاریو خوښ و، پر وینا یې، لوبډله به یې ښې پایلې ولري.
افغان فوټبال فدراسیون وایي، دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان یو فوټبال کلب د اسیا فوټبال کلپونو په حذفي پړاو سیالیو کې لوبیږي.
شاهین اسمایي د افغانستان غوره لیګ سیالیو په ګټلو سره؛ خو «حاصلات فرخور» لوبډلې د تاجکستان لومړي لیګ فوټبال سیالیو څخه د دویم مقام په ګټلو سره دغو لوبو ته لاره پیدا کړې ده.
شاهین اسمایي لوبډله د افغانستان په ۵ پړاویز فوټبال غوره لیګ سیالیو کې ۳ ځلې اتله اعلان شوې؛ خو د تاجکستان حاصلات فرخور لوبډله بیا له ۱۹۹۱ کال راهیسې د خپل هېواد په لومړۍ لیکه فوټبال سیالیو کې تېر ۲۰۱۶ کال کې د لومړي ځل لهپاره (فاینل) ته ورسېد؛ خو دویم مقام یې ترلاسه کړ.
د یادونې وړ ده، چې مخکې افغان فوټبال فدراسیون اعلان کړی و، چې د تګ پړاو نننۍ سیالۍ به د تېرې شنبې په ورځ د فیبرورۍ پر ۲۸ مه نېټه وشي؛ خو د ځېنو بدلونونو پر اساس دغه سیالۍ نن ته وځنډېدلې.





