.jpg)
د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د یوې خبري غونډې پرمهال د زمبابوی خلاف راتلونکې میاشت پلان شویو شل اوریزو او ۵۰ اوریزو لوبو لهپاره دوه جلا لوبډلې اعلان کړې.
سمیعالله شینواری اوسمهال له بندیز سره مخ وېکټ ساتونکي شهزاد محمدي او شرفالدین اشرف سره یوځای په راستنېدونکیو لوبغاړیو کې یوازېني لوبغاړي دي چې دواړو ۲۰ اوریزو او ۵۰ اوریزو لوبډلو کې غوره شوېدي.
شهزاد محمدي اوسمهال د ناقانونه قوي درملو کارولو په تور د کرکټ نړیوالی شورا لهخوا له یو کلن بندیز سره مخ دی او د روانې جنورۍ پر ۱۷مه نېټه به لوبو ته ازاد شي.
د لومړیو ۲ شل اوریزو لوبو لهپاره حمید حسن، کریم صادق، عثمان غني، شهزاد محمدي او سمیعالله شینواري د افتاب عالم او شرفالدین اشرف ترڅنګ راستانه شويدي.
حمید حسن او کریم صادق له نږدې یو کلن انتظار وروسته، شرفالدین اشرف له نېږدی ۲ نیمو کلنو انتظار وروسته، عثمان غني د څه باندې ۵ میاشتو انتظار وروسته، افتاب عالم د څه باندې یو کلن او سمیعالله شینواری بیا د ۷ میاشتو وروسته ملي لوبډلې ته راستان شويدي.
نورعلي ځدران په دواړو ۲۰ اوریزو او ۵۰ اوریزو لوبډلو کې او دولت ځدران یوازې په ۲۰ اوریزو او شفیقالله شفق بیا یوازې په ۵۰ اوریزو لوبډله کې خپل ځایونه له لاسه ورکړيدي؛ خو شاپورځدران او ګلبدین نایب په دواړو لوبډلو کې بیا د لوبېدو چانس ترلاسه کړی.
د شل اوریزو لوبو لهپاره په اعلان شوې ۱۵ کسیزې لوبډله کې شهزاد محمدي، عثمان غني، اصغرستانکزی، ګلبدین نایب، شاپورځدران، حمید حسن، کریم صادق، افتاب عالم، شرفالدین اشرف، محمد نبي، مجیب ځدران، راشد خان، نجیبالله ځدران، شفیقالله شفق او سمیعالله شینواری شامل دي.
.jpg)
همدارنګه د ایرلینډ خلاف د۵۰ اوریز لوبو سیریز بایلونکي افغان لوبډلې نه یوازې نورعلي ځدران، حمزه هوتک او شفیقالله شفق ځای له لاسه ورکړیدی.
د زمبابوی خلاف د ۵۰ اوریزو لوبو لهپاره په ۱۵ کسیزې لوبډلې کې شهزاد محمدي، نبي عیسیخېل، دولت ځدران، ګلبدین نایب، شاپورځدران، شرفالدین اشرف، مجیب ځدران، ناصرجمال، رحمتشاه زرمتی، اصغرستانکزی، راشد خان، سمیع الله شینواری، جاوید احمدي، احسانالله جنت او نجیبالله ځدران شامل دي.
د ۵۰ اوریزو لوبو لهپاره بیا ۴ لوبغاړي نورعلي ځدران، افسرخان ځاځی، کریم جنت او سید احمد شېرزاد احتیاطي ډله کې اخیستل شوي.
تمه وه چې له ټپونو روغ شوی ال راونډر میرویس اشرف او دغه راز اوپنر بیټسمین نجیب ترکی به هم ملي لوبډلې ته راستانه شي؛ خو په هېڅ لوبډله کې نه لیدل کېږي.
ټاکل شوېده د افغانستان او زمبابوی ترمنځ به لومړۍ شل اوریزه لوبه د فېبرورۍ پر ۵مه او دویمه په ۷مه نېټه د شپی ۷ نیمې بجې په شارجه کې وشي.
دغه راز د ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ به د جنورۍ پر ۹مه نېټه پیل او په ۱۹مه نېټه به پای ته ورسېږي چې د کابل پر وخت ماسپښین ۲ نیمې بجې پیلېږي.





