
د کرکټ نړۍ یو بې رحمه توپ وهونکی (بیټسمین) کریس ګیل دبنګله دیش دریم پړاو سوداګریزو شل اوریزه کرکټ سیالیو لوبولو له پاره د بنګله دیش پلازمینې ډهاکې ته ورسید.
کریس ګیل به په روانو دریم پړاو بنګله دیش لیګ سیالیو کې د (باریسال بولز) لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کړي.
په خپلې بې رحمې او چټکې لوبې سره د بالرانو خلاف دغه پیژندل شوی ستر ګواښ بنګله دیش ته په رسیدو سره په خبرو کې بالرانو ته د خطرزنګ ورکړ.
دنوموړي په وینا چی په دریم پړاو بنګله دیش کرکټ غوره لیګ سیالیو ته د شپږیزو وهلو لپاره راغلې دې او له خپلو لوبو به خوند واخلي.
کریس ګیل نن ( یک شنبه) د باریسال بولز لوبډلې په ګټه د روان دریم پړاو لومړۍ لوبه د سلهیټ سوپر سټارز لوبډلې خلاف ترسره کړه خو د یوې سترې شپږیزې په مټ په ۸ منډو وسوځید.
تر اوسه دغه ویسټ انډيزي لوبغاړي د بنګله دیش په لومړیو ۲ ټورنامنټونو کې ۴ لوبې د باریسال بولز لوبډلې په ګټه ترسره کړي او ۴۰۰ منډې یې جوړې کړي دي.
دیادونې وړ ده چې دبنګله دیش په دری پړاونو شل اوریزه سوداګریزو سیالیو کی تراوسه ۵ سلیزې جوړې شوې دي؛ ۴ یې د ویسټ انډيز هیواد د لوبغاړو په نوم دي چې په کې د دې سیالیو د تاریخ ترټولو زیاتې ۳ سلیزې د کریس ګیل په نوم ثبت شوې دي.
کریس ګیل وايي، تمه لري چې په روانو سیالیو کې د خپلې لوبډلې له پاره په پاتو سیالیو کې ښه وځلیږي او یوه بله سلیزه هم په خپل نوم ثبت کړي.
کریس ګیل د کرکټ نړۍ یو بې رحمه بیټسمین شمیرل کیږي چې نه یواځې د خپل هیواد ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې په ګټه بلکې؛ د کرکټ نړۍ په هرلیګ سیالیو کې یو مشهوره لوبغاړی دی او د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې لومړی لوبغاړی دی، چې د لوبې په لومړي اور لومړي بال شپږیزه هم په خپل نوم ثبت لري.





