.jpg)
په بادغیس ولایت کې د فوټسال پیل شوی حذفي ټورنامنټ له څو ورځو په زړه پورو لوبو وروسته د برادران لوبډلې په اتلولۍ سره پاې ته ورسېد.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتوله مخې، د دې سیالیو په پای لوبه کې برادران لوبډلې اتحاد فوټسال لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې وګټلو.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د روژې جام په دې جذفي جام سیالیو کې د یاد ولایت ۱۶ لوبډلو په بېلابېلو ګروپونو کې لوبې وکړې، چې د بادغیس ولایت په فوټسال جمنازیوم کې ترسره شوې.
د سیالیو په پاې کې د اتلې لوبډلې ترڅنګ اتحاد فوټسال لوبډلې ته د دویم مقام ګټلو جام او سعادت ابمکري فوټسال لوبډلې ته د اخلاقو جام ډالۍ شو.
.jpg)
دغه راز دویم مقام ګټوونکي اتحاد لوبډلې لوبغاړي عتیق الله جان په سیالیو کې د زیاتو ۲۰ ګولونو په مټ د غوره ګول وهوونکي لقب ترلاسه کړ.
دغه راز په کندوز ولایت کې هم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د روژې حذفي جام پیل شوې فوتسال سیالۍ بیا افتخار لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د میوند لوبډلې په اتلولۍ پاې ته ورسېدې.
د سیالیو په پاې کې د دویم مقام ګټوونکي افتخار لوبډلې لوبغاړی قسمت احمدي په ۱۷ ګولونو غوره ګول وهوونکې اعلان شو.
دغه راز د اتلې میوند لوبډلې لوبغاړي رحیم رحماني بیا په ټولیزه توګه د دغه روژې جام غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
د پیروزي لوبډلې لوبغاړي محبوب کاکړ ته د غوره ګول ساتوونکي او میلاد قادري بیا د دې سیالیو نوی غوړیدونکی لوبغاړی اعلان شو.





