
افغان کرکټ بورډ دیوې خبرپانې په خپرولو سره وایي، چې د دوې په مالي لګښت خو د کرکټ نړیوالې شورا په تخنیکي ملاتړ د ۱۴ افغان روزونکو له پاره د روزنې برابر شوې روزنیز کورس په هندوستان کې پاې ته ورسید.
کرکټ بورډ وایي، چې د یوې اونۍ دغه روزنیز کورس د افغانستان کرکټ ملي روزونکي دولت احمدزي او د کرکټ نړیوالې شورا مشر روزونکي امین الاسلام لخوا د ۵ ورځو له پاره د هندوستان په هیواد کې پرمخ وړل کیده.
د کرکټ بورډ لخوا دهندوستان په کوربتوب په (ګریټر نویډا) کرکټ نړیوال لوبغالي کې د روزنې برخې دویمه درجه روزنیز کورس ته د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي حمید حسن او میرویس اشرف په ګډون د کرکټ بورډ د یو شمیر کارکوونکو ترڅنګ پخوانی ال راونډر هستي ګل عابد ، منځنې بیټسمین رییس احمدزی، پخوانی تیزبالر دولت احمدزی، د کورني کرکټ مسوول نظیم جار عبدالرحیمزی، د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی سید رحمان احمدزی، ضیاالحق اوریاخیل او روزي خان زرمتی لیږل شوي وو.
د کرکټ بورډ خبرپانې د خپل اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي له خولې په روزنیز کورس کی ګډونوالو ته په بریالیتوب سره د کورس پاې ته رسولو مبارکي ویلې.

د ښاغلي ستانکزي په وینا چې روزل شوي روزونکي به د افغانستان د کرکټ راتلونکي وي او دوی ته یې سپارښتنه وکړه تر څو په راتلونکې کې خپلې دندې په پوره صداقت سره پرمخ یوسي.
دیادونې وړ ده چې حمید حسن تیره میاشت د نیږدې ۷ میاشتو انتظار وروسته د ۲۰۱۶ کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو له پاره په افغان کرکټ ملي لوبډله کې ولوبید خو میرویس اشرف بیا د شل اوریزه ایشیا کپ او شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو څخه د نامعلومه دلایلو له کبله له ملي لوبډلې کینول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې له حمید حسن او میرویس اشرف وړاندې کرکټ بورډ پخوانی کپتان نوروزمنګل او کریم صادق هم د روزنې زده کړې ترلاسه کولو له پاره پاکستان ته لیږلي وو.
د حمید حسن او میرویس اشرف په څیر نوروزمنګل او کریم صادق اوس هم د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې غړي دي او تراوسه یې له نړیوال کرکټ سره مخه ښه نه ده کړې.
کرکټ بورډ پلان لري چې دواړه لوبغاړي حمید حسن او میرویس اشرف د کرکټ لوبې پریښودو وروسته د روزنې په برخه کې هم ښه مسلکي مهارت ولري.





