شمالي کوریا د ۲۰ کلنو ښځینه فوټبال نړیوال جام وګټلو

د کوریا لوبډلې په فاینل لوبه کې فرانسې ښځینه فوټبال ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دویم ځل له پاره اتله شوه.

د ۲۰ کلنو ښځینه فوټبال نړیوال جام سیالۍ له تېرې یوې میاشتې راهیسي د فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) له خوا د (پي این جي) هېواد په کوربتوب پیل شوې وې.

د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، په فاینل لوبه کې له یوې یو اړخیزې لوبې وروسته شمالي کوریا لوبډلې ۳ د ۱ ګول پر وړاندې فرانسه له ماتې سره مخ کړه.

په سیالۍ کې لومړی ګول د لومړۍ نیمایي پر ۱۷ مه دقیقه فرانسې وکړ؛ خو وروستي درې واړه ګولونه د لوبې پر ۳۰ مه، ۵۵ مه او ۸۷ مه دقیقه کې شمالي کوریا ووهل او د اتلولۍ جام یې ترلاسه کړ.

شمالي کوریا مخکې ۲ د ۱ ګول پر وړاندې امریکا ته او فرانسې بیا ۲ د ۱ ګول پر وړاندې جاپان ښځینه فوټبال لوبډلې ته ماته ورکړې وه او پای لوبې ته رسېدلی وې.


د شمالي کوریا د لومړي او فرانسې د دویم مقام نه وروسته جاپان لوبډلې ۱ د ۰ ګول پر وړاندې د امریکا ښځینه فوټبال ملي لوبډلې ته ماته ورکړه او درېیم مقام یې ترلاسه کړ.

د (پي این جي) په کوربتوب د ۲۰ کلنو ۸م پړاو ښځینه فوټبال نړیوال جام سیالۍ د نومبر پر ۱۳ مه نېټه د ۱۶ هېوادونو ترمنځ پیل شوې وې، چې په ۴ بېلابېلو لوبغالو کې وشوې.

د ۲۰ کلنو ښځینه فوټبال نړیوال جام سیالیو وروسته جاپانۍ حنا سوګیتا غوره لوبغاړې او فرانسوۍ میلین غوره ګول ساتونکی اعلان شوه.

دغه راز د اخلاقو د کپ جایزه هم جاپانۍ ۲۰ کلنې ښځینه فوټبال لوبډلې ته ډالۍ شوه.

د سږ کال په نړیوال جام سیالیو کې ټولټال ۳۲ سیالۍ وشوې، چې د برازیلۍ ناني، جاپانۍ مامي او سویډنۍ سټینا د ۵ زیاتو ګولونو په وهلو سره په کې ټولټال ۱۱۳ ګولونه ووهل شول.

د شمالي کوریا د دوو اتلولیو ترڅنګ د ۲۰ کلنو په ښځینه فوټبال نړیوال جام سیالیو کې المان او امریکا درې پر درې مخکښ هېوادونه شمېرل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام