احمد ولي د هسپانوي سیال خلاف له سیالۍ پرته ګټونکی شو

د ازادې مبارزي یا فري فایټ لوبغاړی افغان احمد ولي هوتک روسي سیال ته په وروستۍ ماتې د نړۍ مخکښ فري فایټ لوبغاړی ډار کړی دی.

ټاکل شوې وه، چې پرون د افغانستان د ازادې مبارزې تکړه لوبغاړي احمد ولي هوتک له هسپانوي لوبغاړي سره سیالۍ کړې وی.

دغه سیالۍ د روسیې په (سینټ پیټرزبورګ) ښار کی پلان شوی وه، چې هسپانوي سیال روني ګومیز د ټپونو بهانه وکړه، چې په وینا یې د تمریناتو پرمهال یې لاس ټپي شوی دی؛ لوبې ته حاضر نه شو.

د هسپانوي ازاد لوبغاړي سیال د نه حاضرېدو له کبله افغان احمد ولي هوتک له سیالۍ پرته د مسوولینو له خوا د لوبې ګټونکی اعلان شو.

د روسي سیال خلاف د تېرې میاشتې له بریا وروسته د ازادې مبارزې ادارې (فایټ نایټ ګلوبل) له احمد ولي هوتک سره ۳ کلن تړون لاسیلیک کړ.

د تړون په لاسلیکولو کې د احمد ولي هوتک شرط هم ومنل شو، چې د سیالیو پرمهال به د خپل هېواد افغانستان په نوم لوبې کوي.

احمد ولي هوتک د هسپانوي سیال خلاف د بریا وروسته په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې د افغانانو له تشویق څخه مننه کړې او دغه بریا یې د خپل ایمان او هڅو قوت یاد کړی.

احمد ولي هوتک له ۲۰۱۳ کال راهیسې د فري فایټ په نړیوالو سیالیو کې لوبیږي؛ تراوسه یې ۵ نړیوالې سیالۍ کړي او په ټولو کې خپلو سیالانو ته په ماتو ورکولو بریالۍ شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام