د فوټبال نړۍوال جام دویم پړاو لوبډلې په ډاګه شوې

د څوو ورځو له شور او احساساتو ډکو لوبو وروسته په فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې نن ارامي ده؛ خو دا ارامي یوازې نن د یوې ورځې له‌پاره ده او سبا به د روان نړۍوال جام دویم پړاو سیالۍ پیل شي. په‌دې پړاو کې به هره لوبډله د مخکې تګ له‌پاره یوازې د یوې ښې لوبې چانس ولري.

د لیګ لوبو وروسته دفاعي اتله المان یوازینۍ مشهوره لوبډله وه چې د فوټبال نړۍوال جام په تاریخ کې د لومړي ځل له‌پاره له فوټبال نړۍوال جام سیالیو لومړي پړاو څخه بهر شوه.

جاپان بیا یوازینۍ اسیایي لوبډله شوه چې د کمو زېړو کارتونو په اخېستلو او د ورزشي اخلاقو په مراعتولو سره له سینیګال څخه مخکې دويم پړاو سیالو ته ورسېده.

د روسیې په کوربتوب د سږکال ۲۱م پړاو فوټبال نړۍوال جام سیالیو په دوام بېګا وروستۍ ۳ لیګ لوبې وشوې چې لومړی په‌کې کولمبیا یو د صفر ګول په مقابل سینیګال ته، ورپسې بلجیم د «جي» ګروپ لومړي مقام خپلولو له‌پاره یو د صفر ګول په مقابل کې انګلستان ته او په وروستۍ لوبه کې تونس د همدې ګروپ درېیم مقام خپلولو له‌پاره ۲ د ۱ ګول په مقابل کې لومړی نړۍوال جام لوبوونکي پاناما هېواد فوټبال ملي لوبډلې ته ماتې وررکړه.

د  ۳۲ ګډونوالو لوبډلو څخه د ۱۶ ورځو لومړي پړاو لوبو وروسته ۱۶ لوبډلو دویم پړاو (پري کوارټرفاینل) ته لاره پیدا کړه چې له نننۍ دمی وروسته به سبا دویم پړاو سیالۍ د ۴ ورځو له‌پاره په ۲ سیالیو پیل شي.

د سبا ورځې په لومړۍ یو پر شپارسم پړاو کې به د فوټبال د مشهور لوبغاړي لیونیل میسي په موجودیت کې ارجنټاین د انټوني ګریزمین له لوبډلې فرانسې سره او په ورپسې لوبې کې به د اروپا اتله پرتګال د کریسټیانو رونالډو په موجودیت کې د مشهور لوبغاړي لویس سواریز لوبډلې یوراګوایي لوبډلې سره په (ناک اوټ) لوبې کې سیالۍ وکړي.

د یادونې وړ ده چې د فوټبال په سږني نړۍوال جام سیالیو کې له ګروپ لوبو وروسته ټولو لوبډلو په‌خپلو سیالیو کې ګولونه ووهل؛ خو یوراګوای، کروشیا او بلجیم هغه درې لوبډلې وې چې د ګروپ په ټولو سیالیو کې یې بریاوې خپلې کړې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام