.jpg)
ټاکل شوې وه، د هندوستان ۱۰ پړاو سوداګریزو "ای، پي، ایل" شل اوریزه کرکټ سیالیو ته د لوبغاړو اخیستلو لیلامي د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره شوی وی؛ خو داسې ونه شول.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخی، د لوبغاړو اخیستلو له پاره لیلامي نږدې ۲۰ ورځې ځنډیدلې او ښایي اوس د روانې فبرورۍ میاشتې د ۲۰ او ۲۵ نېټې په منځ کې ترسره شي، چی د افغان لوبغاړو او مینه والو انتظار یې اوږد کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې مسوول فرید هوتک سلام وطندار ته وویل، د سږ کال ۱۰ پړاو "ای، پي، ایل" سیالیو کې د لوبغاړو لیلامۍ ته ۵ افغان لوبغاړي ور پېژندل شوي دي.
هوتک د لوبغاړو د نومونو له اخیستلو ډډه وکړه؛ خو ژمنه یې وکړه، چې ډېر ژر به د نومول شویو ۵ افغان لوبغاړو نوملړ له رسنیو سره شریک کړي.
په ټولنیزو رسنیو کې، بیا د محمد نبي عیسی خېل، محمد شهزاد محمدي، اصغرستانکزي ، دولت ځدران او راشد خان نومونه یاد شوي، چی د افغانستان کرکټ بورډ له خوا هندي کرکټ بورډ ته لېږل شوي دي.
د هندوستان ۱۰ پړاو سترې سوداګریزې کرکټ سیالۍ د راتلونکې اپریل میاشتې له ۳ نېټې څخه د مې میاشتې تر ۲۱ نېټې د هندوستان په بېلابېلو ښارونو کې ترسره شي.
.jpg)
ټاکل شوې، د سږ کال په "ای، پي، ایل" سیالیو کې به سن رایزرز حیدراباد کرکټ لوبډله له خپلې تېرې اتلولۍ دفاع وکړي، چی بنګلور لوبډلې ته یې په ماتې ورکولو ترلاسه کړې ده.
که څه هم په ښکاره توګه د لیلامۍ نېټې د ځنډېدو لامل نه دی ښکاره شوی، خو ښایي د هندوستان په کرکټ بورډ کې د مشرتابه نه شتون له کبله دا پرېکړه شوي وي.
داسې هم ویل کېږي، چی د سږ کال "ای، پي، ایل" سیالیو وروسته له ټولو لوبډلو سره د کورنیو او نړیوالو لوبغاړو تړونونه پای ته رسیږي او د ۲۰۱۸ کال "ای، پي، ایل" سیالیو مخکې یو ځل بیا د هندي لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ ټول مشهور لوبغاړي بیا ځلي لیلامۍ ته وړاندې شي.
همدارنګه د سږ کال ټورنامنټ وروسته له خپرندوی تلویزون سوني سره هم تړون پای ته رسیږي، چې د بیا ځلي حقوقو له پاره ۱۸ شرکتونو غوښتنلیکونه جمع کړي دي.
د هندوستان په "ای، پي، ایل" سیالیو کې هر یوه لوبډله د یو لوبغاړي د اخیستلو له پاره له ۵۰ زرو ډالرو کمې او له ۵ میلیون ډالرو زیاتې پیسې نه شي مصرفولی.
دغه راز له لوبډلې د دې اجازه هم نه لري، چې له ۲۲ کلنو کم عمره لوبغاړي له ۲۲ زرو ډالرو په کمو پیسو لوبډلې ته جذب نه شي.





