د هند ۱۲م پړاو «ای پي اېل» کرېکټ مېله پيل شوه

د هندوستان په کوربتوب د ۳ افغان لوبغاړیو په موجودیت کې د کرېکټ تر ټولو ستر سوداګریز کرېکټ لیګ (اي پي ایل) بېګا شپه د معمول خلاف د پرانیستې له مراسمو پرته د هندوستان په چېنای ښار کې پیل شو.

دغه لیګ به هر کال په شانداره مراسمو کې پیلېد؛ خو د سږکال د پرانېستې مراسمو لګښت د هغو کسانو کورنیو ته ورکړل شو چې د پولواما په برید کې وژل شوي‌وو.

د سږکال په هندوستان کرېکټ پریمیرلیګ کې د تېرکال په څېر د ۲ سن‌رایزرز حیدراباد او کینګز اېلېون پنجاب لوبډلو په ګټه ۳ افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی‌خېل، راشدخان ارمان او مجیب ځدران لوبېږي.

ټاکل شوې، د سیالیو په دویمه ورځ به نن د نبي عیسی‌خېل او راشدخان لوبډله حیدراباد له کلکتې سره او سبا د دریېم افغان لوبغاړي مجیب ځدران پنحاب لوبډله له راجستان لوبډلې سره سیالۍ کې راښکاره شي.

پرون شپه لومړۍ لوبه کې دفاعي اتلې چېنای سوپرکینګز لوبډلې د بالرانو په‌واسطه بنګلور لوبډله لومړی په ۷۰ منډو وسوځوله او بیا یې د ۳ لوبغاړیو په سوځېدو سره په ۷ وېکټو هدف بریا خپله کړه.

هربجن سینګ د ویرات کوهلي او ای‌بي‌ډي‌ویلیرز ترڅنګ د مېلمنې لوبډلې ۳ لوبغاړي سوځولي وو، د لوبې غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

د دفاعي اتلې لوبډلې چېنای سوپرکینګز لوبډلې هندي توپ‌وهونکی سریش رینا د دې سیالیو په تاریخ کې لومړی توپ‌وهونکی شو چې ۵ زره منډې یې پوره کړې.

د هندوستان «اي پی ایل» لیګ کې به سږ کال د پای‌لوبې په شمول ټولټال ۶۰ لوبې وشي چې اتله لوبډله به یې د می پر ۱۲مه معلومه شي.

د هندوستان په دې ستر لیګ کې ـ چې په نړۍواله کچه میلیونونه مینه‌وال لري او د نړۍ غوره لوبغاړي په‌کې لوبېږي ـ تراوسه چېنای سوپرکینګز او ممبۍ انډينز لوبډلې په درې ـ درې اتلوليو ګټلو سره مخکښې لوبډلې دي.

دغه راز تر اوسه کلکتې نایت رایډرز لوبډلې دوه ځلې او ډین چارجرز، راجستان رویلز او سن‌رایزرز حیدراباد لوبډلې بیا یو ـ یو ځلې د اتلولۍ جامونه ګټلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام