.jpg)
د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې نن د بنګلهدېش خلاف ۳ شل اوریزه او د هندوستان خلاف تاریخي ټیسټ سیالۍ ته ۱۶ کسیزې لوبډلې اعلان کړې دي چې یوازې په ټیسټ لوبډله کې ۴ تنه مسلکي سپنر بالران اخیستل شوي دي.
د افغان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر او پخواني کپتان نوروز منګل په رسنیزه غونډه کې وویل له یوې نیمې میاشتې تمریناتي کمپ وروسته د بشپړې ارزونې او اړتیا لهمخې یې د کرېکټ ملي لوبډلې د بهرنیو روزونکیو په سپارښتنه تر ټولو غوره لوبغاړي انتخاب شوي دي.
د ښاغلي منګل په وینا، هر هېواد د بریا لهپاره غوره لوبغاړي انتخابوي او د کوربه لوبډلې خلاف به د افغان کرېکټ ملي لوبډلې پياوړتیا په بالینګ په ځانګړې توګه د سپن بالینګ په برخه کې وي.
د شل اوریزه لوبو لهپاره یوازې نوی لوبغاړی دروېش رسولي ته چې د احمدشاه ابدالي ۴ ورځنیو سیالیو تر ټولو مخکښ بېټسمین و چانس ورکړل شوی دی خو په ټیسټ لوبډله کې بیا ځوان ښی لاسي تېز بالر وفادار مومند ته چانس ورکړل شوی دی.
همدارنګه نجیب ترکی هم بېرته د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ته راستون شوی دی، نورعلي ځدراڼ د ټپي کیدو له کبله په لوبډله کې اخیستل شوی نه دی. حضرتالله ځاځي او شاهدالله مندوزی د غوره کورني کرېکټ سره ـ سره له نظره غورځول شوي دي.
.jpg)
د بنګلهدېش خلاف ۳ شل اوریزه لوبو ته چې د جون په ۳مه، ۶مه او ۷مه نېټو به ترسره شي کپټان اصغرستانکزی، راشد خان، نبي عیسی خېل، نجیبالله ترکی، نجیبالله ځدراڼ، ګلبدین نایب، شاپورځدراڼ، سمیعالله شینواری، شرفالدین اشرف، افتاب عالم، مجیب ځدراڼ، شهزاد محمدي، شفیقالله شفق او دروېش رسولي غوره شوي دي.
همدارنګه تاریخي ټیسټ سیالۍ ته د کپتان اصغرستانکزي ترڅنګ، راشد خان، نبي عیسی خېل، شهزاد محمدي، افسرځاځی، ظاهرخان، سید احمد شیرزاد، وفادار مومند، رحمتشاه زرمتی، امیرحمزه هوتک، مجیب ځدراڼ، یمین احمدزی، حشمتالله شهیدي، ناصرجمال، احسانالله جنت او جاوید احمدي اخیستل شوي دي.
د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر د کریم صادق د نه غوره کیدو په اړه وویل چې ټیسټ کرېکټ لوبول د هر لوبغاړي ارمان وي او کریم صادق وخت لري چی ځان تیار کړي خو د اوس لهپاره دوی نه غوښتل د کوم بل تکړه لوبغاړي ځای د نوموړي د هیلو پوره کولو په خاطر هغه ته ورکړي.
د ښاغلي منګل په وینا، د ټپي بالر دولت ځدراڼ تشه به په راتلونکیو سیالیو کې وي خو د ځوانانو لوبغاړو لهپاره ښه چانس دی چې د راتلونکې میاشت په سیالیو کې ځان ثابت کړي.
ټاکل شوې ده د افغانستان او بنګلهدېش لوبې به د جون په درېیمه نېټه د هندوستان په دیهاردون ښار او د هندوستان خلاف تاریخي ټیسټ لوبه به د جون په ۱۴مه نېټه په بنګلور کې پیل شي.





