د افغانستان فوټبال ملي لوبډله سبا له مالیزیا سره لوبېږي

ټاکل شوې ده، د افغانستان فوټبال ملي لوبډله سبا په یوه نړیواله دوستانه سیالۍ کې د مالیزیا فوټبال ملي لوبډلې پر خلاف د لوبې ډګر ته ووځي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، سیالۍ به سبا مازیګر ۵ بجې او ۱۵ دقیقې د مالیزیا په پلازمېنې (کولالمپور) کې پیل شي.

د دواړو فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ به د یاد هېواد په (شاه عالم) فوټبال نړیوال لوبغالي کې د تاریخ لومړۍ فوټبال سیالۍ وشي.

خبرپاڼه لیکي، د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له یوې اونۍ راپه دې خوا په مالیزیا کی په تمریناتو بوخته ده او د سبا ورځې سیالۍ ته پوره چمتووالي لري.

په افغان فوټبال ملي لوبډله کې دا ځل ۵ کورني او پاتې نور بهرمېشتي افغان لوبغاړي برخه لري.

افغان فوټبال ملي لوبډله په داسې حال کې د مالیزیا فوټبال ملي لوبډلې پر خلاف سیالي کوي، چې تېره میاشت یې په لبنان کې کوربه لوبډلې ته ۲ د ۰ ګول پر وړاندې ماتې خوړلې ده.

د یادونې ده، چې اوسمهال د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د کوربه مالیزیا فوټبال ملي لوبډلې پر خلاف ذهني مخکیوالي لري، چې په نړیواله درجه بندۍ کې مخکې ده.

افغان فوټبال ملي لوبډله د فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) په درجه بندۍ کې ۱۴۹م مقام کې او کوربه مالیزیایۍ فوټبال ملي لوبډله بیا ۱۵۸م مقام کې ده.

د سبا ورځې سیالۍ له پاره د افغانستان په اعلان شوې ۲۶ کسیزه لوبډله کې یوسف مشرقي له اوږد ځنډ وروسته بېرته ملي لوبډلې ته راغوښتل شوی؛ خو مصطفی ځاځی، خېبراماني او میلاد سالم د ټپونو له کبله د مالیزیا پر خلاف سیالۍ کې نه دي اخیستل شوي.

په اعلان شوې لوبډله کې اویس عزیزي، ایمل ګریوال او حمید الله وکیلي د ګول ساتونکیو، مسیح سیغاني، روح الله اقبالزاده، سید محمد هاشمي، حسن امین، میلاد انتظار، انوش دستګیر او مجیب جمالي د دفاع لیکې، اباسین علي، کنیشکا طاهر، احمد ارش هاتفي، محمد یوسف مشرقي، فردین حکیمي، محمد صابرعزیزي، قسمت احمدي، نورځدران، قمرالدین مزیارکوهیار، حسیب رحیم او ادریس هوشمند د منځنۍ لیکې او زبیرامیري، نورالله امیري، فیصل شایسته، یوسف شېردل او امید پوپلزی د برید لیکې له پاره په لوبډله کې اعلان شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام