.jpg)
نادیه ندیم لومړۍ افغانيالاصله ډنمارکۍ لوبغاړې شوه چې د انګلستان په ښځینه فوټبال غورهلیګ سیالیو کې یې بېګا خپله لومړۍ لوبه وکړه او په لومړي ګول وهلو هم بریالۍ شوه.
د مانچسټرسیټي کلب د ټویټر پاڼې د معلوماتو لهّمخې، دېرش کلنې نادیه د خپلې مانچسټرسیټي ښځینه لوبډلې په ګټه د لوبې د لومړۍ نیمایي په ۶مه دقیقه کې لومړی ګول ووهلو او په لوبډله کې یې د دې انتخاب سم ثابت کړ.
په سیالۍ کې مانچسټرسیټي ښځینه فوټبال ملي لوبډلې ۵ د ۲ ګولونو پر وړاندې د ریډینګ لوبډلې خلاف بریا خپله کړه او نادیې ندیم ته یې پهخپلې لوبډلې کې په بریا سره هرکلی وویلو.
د افغانيالاصله ډنمارکۍ فوټبال لوبغاړې په موجودیت کې مانچسټرسیټي ښځینه لوبډله اوسمهال د انګلستان فوټبال غورهلیګ په روان فصل کې ۶ لوبې کړي چی ټولې یې ګټلي او په ۱۸ امتیازونو سره د ټولو لوبډلو په کتار کې لومړی مقام لري.
.jpg)
ټاکل شوېده، مانچسټرسیټي ښځینه فوټبال ملي لوبډله به د انګلستان په روانو فوټبال غورهلیګ سیالیو کې خپله راتلونکې لوبه له دویم مقاملرونکې چیلسي ښځینه لوبډلې سره وکړي چی د نادیې ندیم ځای پهکې پوخ ښکاري.
نادیه ندیم د تېرکال سپټمبر میاشتې پر ۲۸مه نېټه د انګلستان فوټبال غورهلیګ کې لوبېدونکې مخکښې مانچسټرسیټي ښځینه فوټبال کلپ سره تړون لاسلیک کړ چې بېګا یې د یاد کلب په استازولۍ رسمي سیالۍ پیل کړې او ښه وځلېدله.
نادیه نادم له ۲۰۰۹ کال راهیسي د ډنمارک په ښځینه فوټبال ملي لوبډله کې لوبېږي چې د دې په موجودیت کې ډنمارکۍ ښځینه فوټبال ملي لوبډلې په تېر ۲۰۱۷ کال اروپا ښځینه جام پای لوبې ته هم ورسېده او د اغلې ندیم د لومړي ګول سره ـ سره یې ملي لوبډله ۴ د ۲ ګولونو پر وړاندې د هالیندۍ لوبډلې خلاف له ماتې سره مخ شوه او دویم مقام یې ترلاسه کړ.
.jpg)
دغه افغانيالاصله لوبغاړې د ډنمارک ښځینه فوټبال ملي لوبډلې په ګټه په ۷م شمېره کمېس کې هم لوبېږي چې تراوسه یې په ۷۵ نړیوالو سیالیو کې ۲۲ ګولونه وهلي دي.
د ترلاسه شویو معلوماتو لهمخې، نادیه ندیم د مسلکي فوټبال ترڅنګ د طب پوهنځي زدهکړیاله ده او د مشهورې سندرغاړې اریانا سعید خورزه ده چې په ۹ ژبو هم خبرې کولای شي.





