د فوټبال نړېوالې شورا په نوې اعلان شوې نړېواله درجه بندۍ کې افغاستان د ۱۶ هېوادونو څخه شاته شوی دی.
د نوې میاشتینۍ نړیوالې درجه بندۍ له مخې افغان فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۸ امتیازونو په اخیستلو سره له ۱۳۸ م مقام څخه ۱۵۱ م مقام ته ګوزارشوې ده.
د فوټبال نړېوالې شورا نوې درجه بندي نن د دې شورا په رسمي ویبپاڼه خپره شوې، چې پکې د تېرکال فوټبال نړېوال جام اتلې المان لومړی مقام له ځان سره ساتلی دی.
افغانستان داسې مهال په نړېواله درجه بندۍ کې شاته ګوزاریږي، چې په وروستۍ یوه اونۍ کې یې د لاووس فوټبال ملي لوبډلې ته ستره ماته ورکړه او له بنګله دېش سره یې سیالۍ په برابره توګه پای ته ورسوله.
د یادونې وړ ده، چې افغان فوټبال ملي لوبډله فوټبال نړېوال جام سیالیو ته د لارې موندنې په موخه په اسیایي ټاکنیز پړاو لومړۍ لوبه کې له سوریه فوټبال ملي لوبډلې سره د سیالۍ ترسره کولو په موخه نن د بنګله دېش پلازمینې (ډهاکه) څخه دوبۍ او له هغه ځایه ایران ته روانه شوه.
ټاکل شوې ده، چې افغان فوټبال ملي لوبډله د روانې (جون) میاشتې په ۱۱ مه نیټه د راتلونکې سې شنبې په ورځ په ایران کی له سوریه فوټبال ملي لوبډلې سره نړېواله لوبه ترسره کړي.
د دې او په راتلونکې کې له جاپان، کمبودیا او سنګاپور فوټبال ملي لوبډلو سره د پلان شويو تګ او راتګ پړاو لوبو موخه د روسیې په کوربتوب ۲۰۱۸ م کال فوټبال نړېوال جام سیالیو ته د لارې پیدا کولو هڅه ده.





