د باسکېټبال ښځینه‌وو وېلچیر سیالیو کې د افغان‌معلولانو دویمه بریا

د افغانستان ښځینه معلولانو وېلچيرباسکېټبال ملي لوبډلې نن د تایلنډ په کوربتوب باسکېټبال سیالیو کې لاووس هېواد ښځینه ملي لوبډلې ته هم ماتې ورکړه.

د افغانستان د پارا المپیک کمېټې د رسنیو مسوول کبیرخوشبین وایي، د افغانستان ښځینه معلولانو وېلچیرباسکېټبال ملي لوبډلې نننۍ سیالۍ کې لاووس لوبډلې ته ۴۰ د ۱۶ امتیازونو پر وړاندې ماتې ورکړه.

د افغانستان ښځینه لوبډلې پرون د دې غوراوي پړاو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د هندوستان ښځینه معلولانو وېلچیر باسکېټبال ملي لوبډلې ته هم ۵۴ د ۶ امتیازونو پر وړاندې ماتې ورکړې‌وه.

کبیرخوشبین زیاته کړه، د دې سیالیو په دوام به افغان ښځینه ملي لوبډله په راتلونکې درېیمه لوبه کې سبا د کمبودیا ښځینه معلولانو وېلچیر باسکېټبال ملي لوبډلې سره سیالۍ وکړي.

د تایلنډ په کوربتوب د پیل‌شویو باسکېټبال سیالیو موخه د سږکال (پارا المپیک) اسیایي سیالیو ته د غوره لوبډلو لار موندل دي چې د روان کال په اکتوبر کې به په اندونیزیا کې وشي.

د افغانستان ښځینه معلولانو وېلچیرباسکېټبال ملي لوبډلې په‌دې وروستیو کې خورا پرمختګ کړی چې تېرکال یې د اندونیزیا په کوربتوب د (بالي) کپ سیالیو اتلولي هم ګټلې وه.

د تایلنډ په کوربتوب په اسیایي غوراوي وېلچیرباسکېټبال سیالیو کې د افغانستان نارینه معلولانو باسکېټبال ملي لوبډلې هم برخه اخیستې چې نن یې د چاینیزټايپي هېواد له معلولانو باسکیټبال ملي لوبډلې سره سیالي وکړه.

د افغانستان نارینه معلولانو وېلچیرباسکېټبال ملي لوبډلې دغه سیالۍ ښې نه‌دي پیل کړي چې په لومړۍ لوبه کې یې ۲۵ د ۷۱ امتیازونو پر وړاندې کوربه تایلنډۍ لوبډلې په مقابل کې ماتې خوړلې ده.

د تایلنډ په پلازمېنې بنکاک کې په روانو اسیایي پارا المپیک غوراوي پړاو سیالیو کې ۶ ګډونوالې ښځینه لوبډلې په (لیګ) بڼه او ۸ ګډونوالې نارینه لوبډلې بیا په ۲ ګروپونو کې لوبېږي چې د مارچ پر ۱۱مه نېټه به اتلو لوبډلو په اعلان سره پای ته ورسېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام