دانش: له اماراتو څخه د لوبغاړوپاتې کېدل د بهرنیو چارو وزارت ناکامي ده

د افغانستان کرکټ بورډ چیرمین نسیم الله دانش اخر هم د کرکټ ملي لوبډلې هغو لوبغاړو د برخلیک په اړه خوله پرانیسته، چې د عربي اماراتو د ویزو نشتوالي له کبله له ملي لوبډلې څخه پاتې شول.

د نسیم الله دانش په وینا، چې په کابل کې د عربي اماراتو له سفارت او د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت نه د کرکټ ملي لوبډلې څخه  ۷ پاتې افغان لوبغاړو وېزې ترلاسه نه شوې او د سبا ورځې پیلیدونکې د (پی این جي) خلاف مهمې څلور ورځنۍ (لویو وچو) جام سیالۍ کې له لوبو پاتې شول.

دانش په وینا، چې افغان کرکټ بورډ تل د هرهېواد وېزې ترلاسه کړي دي، خو د عربي اماراتو په وېزو کې افغان کرکټ لوبغاړي د سیاست ښکار شوي دي.

د نوموړي په وینا، چې کرکټ بورډ د پرله پسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانېده چې د ملي لوبډلې څخه د پاتو مهمو لوبغاړو نبي عیسی خېل، جاوید احمدي، دولت ځدران، رحمت شاه زرمتی، راشد ارمان شینوارې، نسیم بړیڅ او نواز خان ته د عربي اماراتو وېزې ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دغو لوبغاړو د ځاې ډکولو په موخه افغان کرکټ بورډ پرون پخواني لوبغاړي میرویس اشرف او دوه نوي لوبغاړي روښان بارکزی او ظاهرخان په کورنیو سیالیو کې د ښه ځلیدو په پایله کې عربي اماراتو ته ولیږل.

د کرکټ بورډ عمومي مشر زیاته کړې، چی پاتې شویو مهمو ۷ لوبغاړو ته د عربي اماراتو د وېزو په اخیستلو کې دوې (افغان کرکټ بورډ) ناکام شوی نه دی، بلکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ناکامي ښایي، چې د خدمت پاسپورټونو سره سره یې افغان لوبغاړو ته د عربي اماراتو وېزې ترلاسه نه کړی شوې.

د نسیم الله دانش په وینا، چې دا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مسولیت دی، چې باید دغه ستونزه په په جدي توګه د عربي اماراتو له چارواکو سره وڅېړي او د حل لاره ورته پیدا کړي.

نوموړي اندیښنه وښوده، چې افغانستان په راتلونکي کې هم عربي اماراتو ته د سیالیو په موخه سفرونه لري او اوسنۍ سیاسي ستونزه چې دانش یې په ښکاره توګه یادونه نه ده کړې جدي دی.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي سلام وطندار ته وویل، چې کرکټ بورډ د کرکټ ملي لوبډلې د یو شمېرلوبغاړو پخواني پاسپورټونه بې درکه کړي او ورته یې په نویو (کمپیوټري) پاسپورټونو د عربي اماراتو د وېزې اخیستلو هڅه کړی وه، خو عربي امارات د افغانستان په (کمپیوټري) پاسپورټونو اوسمهال ویزې نه ورکوي او له همدې کبله دغه لوبغاړي د عربي اماراتو له مهمو سیالیو څخه پاتې شول.

د یادونې وړ ده، چې د اوسنیو ۷ کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو وړاندې د کرکټ ملي لوبډلې پخوانې کپتان نوروزمنګل او شاپورځدران هم د نامعلومه دلایلو له کبله د عربي اماراتو د ملي امنیت په تور لیست کې شامل دي، چې د عربي اماراتو وېزې نه ورکول کیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام