د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق ستانکزی وایي چې له دې وروسته به د کرکټ ملي لوبډلې کپتان د زیاتو صلاحیتونو ترڅنګ زیات مسولیتونه هم ولري.
ښاغلي ستانکزي سلام وطندار راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې کپتان دیوې لوبډلې په غښتلتیا کې مهمه ونډه لري او باید د صلاحیتونو په اخیستلو سره د لوبډلې دکارکردګۍ ځواب هم ورکړي.
د شفیق ستانکزي په وینا چې پخوا به کپتان یواځې په لوبغالي کې دننه صلاحیت درلوده خو له دی وروسته به کپتان افغان کرکټ ملي لوبډله کې مثبت او مهم رول ترسره کړي.
د کرکټ بورډ اجرایوي مشر زیاته کړه چې نوی ګمارل شوی کپتان اصغرستانکزی به د نورو افغان کپتانانو په پرتله په خپله کپتانۍ کې د لوبغاړو په ټاکنه ، ډیسپلین او پلان کې نیغ په نیغه ونډه ولري.
نوموړي زیاته کړه چې کرکټ بورډ په اوسنۍ افغان کرکټ ملي لوبډله کې د کپتانۍ ټولې وړتیاوې په منځني بیټسمین اصغرستانکزي کې ولیدې ترڅو د نبي عیسی خیل داستعفا وروسته د لوبډلې واګې په لاس کې واخلي.
ښاغلي ستانکزي وویل چې د اصغرستانکزي شخصیت ته په کتو یې دغه صلاحیتونه او مسولیتونه ورکړي او په دې هیله چې له دې دندې بریالی را ووځي.
د نوموړي په وینا چې د ښه کپتانانو مثالونه افغان کرکټ بورډ په هندۍ ، اسټرالوۍ او په ځانګړې توګه نیوزیلینډۍ کرکټ ملي لوبډله کې لیدلي دي.
د ښاغلي ستانکزي په وینا چې د برینډن مکولم په کپتانۍ کې نیوزیلینډ د خپل کرکټ تاریخ اوج ته رسیدلې ده او د لومړي ځل لپاره یې د ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو فاینل هم ولوباوه.
کرکټ بورډ وایي چې د ملي لوبډلې لپاره یې په ۳ کلن پلان کې ۲۰۱۹ کال پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته رسیدل د انټرکانټینینټل کپ ګټل او ټیسټ غړیتوب ترلاسه کولو هدف ګرځولی.
دغه راز ښایي په دې۳ کلونو کې به افغان کرکټ ملي لوبډله ۲۰۱۶ کال شل اوریزه نړیوال جام او همدارنګه ۲۰۱۶ کال شل اوریزه ایشیا کپ سیالیو کې د لارې پیدا کولو وروسته ولوبیږي.





