.jpg)
د افغانستان کرکټ بورډ اداره وايي، دوی په خوست ولایت کې د کرکټ لوبو له پاره داسې معیاري لوبغالی جوړ کړی، چې د ۱۰ زرو نندار چیانو د ځایدو ظرفیت لري.
د کرکټ بورډ مرستیال چیرمین عزیزالله فضلي سلام وطندار ته وویل، دغه لوبغالی په داسې ډول جوړل شوی، چې د لا پراختیا اسانتیاوې هم لري.
په دغه لوبغالي کې پرون د کابل ګرین او امو زون لوبډلو د احمد شاه ابدالي په نامه څلور ورځینۍ سیالۍ وکړې او په همدې سیالیو سره د کرکټ لوبو له پاره یې پرانیسته هم وشوه.
.jpg)
فضلي وویل، د خوست په کرکټ لوبغالي ۵ لکه او ۹۵ زره یورو لګښت راغلی دی، چی د الاسکا ودانیز شرکت له خوا د ۲ کلونو په موده کې جوړ شو.
کرکټ بورډ وايي، په لوبغالي کې د تمریناتو له پاره کرکټ اکاډمي، د اوبو منظم سیسټم، چمن او یوه دوه پوړیزه ودانۍ جوړې شوي، چې د میلمنو، رسنیو او لوبډلې د ناستې ځای هم لري.
.jpg)
د دې لوبغالي مالي لګښت د جرمني سفارت، پارټریپ موسیسې او د اوارډي موسیسې په همکارۍ ورکړل شوي.
په خوست ولایت کې له یو شخصي کرکټ لوبغالي وروسته دا دویم معیاري کرکټ لوبغالی دی، چې ګټې اخیستنې ته وړاندې کېږي.
عزیزالله فضلي د خبرو پر مهال وویل، اوسمهال پنځو ولایتونو کې د کرکټ لوبو له پاره د ۵ لوبغالو په جوړولو کار روان دی او ډېر ژر به د لوبو له پاره چمتو شي.





