دانش: له انضمام الحق سره د مشر روزونکي تړون غځوو

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش ویلي دي، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له پاره د مشر روزونکي په توګه له پاکستاني پخواني کپتان انضمام الحق سره هوکړې ته رسیدلي دي.

د ښاغلي دانش په وینا، چې ډير ژر به له انضمام الحق سره یو اوږدمهاله تړون لاسلیک کړي خو د مودې په اړه یې څه نه دي ویلي.

د نوموړي په وینا، چې په ټولو مواردو کې له پاکستاني روزونکي سره سلا شوې ده، خو کرکټ بورډ او انضمام الحق د شرایطو په اړه څه نه دي ویلي.

نسیم الله دانش زیاته کړې ده، چې انضمام الحق به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي تړون لاسلیکولو له پاره کابل ته راځي او د رسنیو په وړاندې به ورسره تړون لاسلیک کیږي.

له دې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي هم (کریک انفو) ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي وو، چې هڅه کوي له انضمام الحق سره ۳ کلن تړون لاسلیک کړي.

د یادونې وړ ده، چې اوس مهال انضمام الحق د افغانستان کرکټ بورډ په غوښتنه یواځې د زمبابوې سفر له پاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روزنې ته غاړه ایښي وه.

د انضمام الحق په روزنه کې افغان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا په تاریخ کې هغه مهال تاریخ جوړ کړ، چې د لومړۍ دویمې درجې هېواد په توګه یې بشپړ غړیتوب لرونکې زمبابوې لوبډلې څخه د اتلولۍ جام وګاټه.

انضمام الحق په خپل وخت کې د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې بهترینه لوبغاړی و، چې په ۱۹۹۲ کال کې یې د پاکستان له پاره نړیوال کرکټ پیل کړ.

نوموړي د پاکستان له پاره په ۵ پنځوس اوریزه نړیوال جام سیالیو کې برخه اخیستې او ټولټال یې ۱۵ کاله نړیوال کرکټ وکړ او په ۲۰۰۷ کال یې له نړیوال کرکټ څخه په داسې حال کې مخه ښه وکړله، چې په لوبغالي کې زرګونه ناست نندارچيانو ورته لاسونه پړقونه او دده د لوبې ستاینه یې کوله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام