د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په ننګرهار ولایت کي د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ په لومړۍ څلور ورځنۍ سیالۍ کي د جاوید احمدي کرکټ لوبډله د ملي لوبډلي د کپټان اصغر ستانکزي په لوبډلې برلاسې شوه.
کرکټ بورډ وایي، چې دغه څلور ورځنۍ سیالۍ د کرکټ ملي لوبډلې د ۱۵ ورځني تمریناتي کمپ په ترڅ کې د ننګرهار په غازي امان الله کرکټ نړېوال لوبغالي کې ترسره شوه.
د کرکټ بورډ له خوا خپره شوې خبرپاڼه لیکي، چې په سیالۍ کی یو شمیر افغان کرکټران ښه وځلیدل او د سکاټلینډ په وړاندی راتلونکې میاشت کیدونکي څلور ورځنۍ سیالۍ ته یې د کرکټ بورډ چارواکو ته د خپلو تیاریو ډاډ ورکړ.
د کرکټ بورډ خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې څلور ورځنۍ سیالۍ کې د دواړو لوبډلو له خوا ناصرجمال احمدزي او حشمت الله شهیدي سلیزی جوړې کړې، چې ناصرجمال ۱۲۷ او حشمت الله شهیدي ۱۱۸ منډې جوړې کړې.
دغه راز په سیالۍ کې د منډو سره سره نبي عیسی خېل ۱۰ او شرف الدین اشرف بیا ۸ ویکټې ترلاسه کړې او د نورو افغان کرکټرانو په پرتله ښه وځلېدل.
دیادونې وړ ده، چې دواړو اصغرستانکزي اوسمهال د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپټاني او جاوید احمدي د نوموړي د مرستیالۍ دندې پر غاړه لري.
کرکټ بورډ وایي، چې د ننګرهار په څلور ورځنۍ سیالۍ کې ځوان بالران هم لکه سید شیرزاد په ۵، عزت الله دولتزي په ۳ او یامین احمدزي بیا په ۲ ویکټو اخیستلو ښه وځلیدل.
د کرکټ بورډ خبرپاڼه د خپل اجرایوي مشر شفیق ستانکزي له خولی افغان کرکټ ملي لوبډله لومړۍ لوبې ته په کتو د روزونکو د راپور له مخې نړېوالو سیالیو ته بشپړه چمتو بولي چې ډک لاس به هېواد ته راځي.
ټاکل شوې ده، افغان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې جون میاشتې په ۲ مه نېټه له سکاټلینډ سره د کېدونکې څلور ورځنۍ سیالۍ ترسره کولو په موخه د روانې (مۍ) میاشتې په وروستیو کې دغه هېواد ته سفر وکړي.





