
په داسې حال کې، چې د سکاټلینډ په کوربتوب د کرکټ نړیوالې شورا په کلنۍ غونډه کې د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي د ګټورو ناستو او خبرونو زیري ورکوي، خو د کوم نقد زیري په ځای یوځل بیا افغان کرکټ له مینه والو څخه د خپلو زیرو اورولو له پاره ۶ میاشتینی مهلت واخیست.
افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش له سکاټلینډ څخه په خپور شوي پیغام کی مینه والو ته زیری ورکړی دی، چې راتلونکو دغو میاشتو کې به د کرکټ د پرمختګ په موخه ښه زیري واوري.
د دانش په وینا، د افغانستان د کرکټ د پرمختګ په موخه، چې د دوی ادارې کوم خوبونه لیدل په یاده موده کې ریښتیا کیدونکي دي.
دغه راز افغان کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د سکاټلینډ په کلنۍ عمومي ناسته کې د افغان چارواکو د ګډون وروسته به افغان کرکټ مینه والو ته په راتلونکو ۶ میاشتو موده کې د کرکټ د پرمختګ په موخه ښه خبرونه ورکړو.
د کرکټ بورډ خبرپاڼې لیکلي، دافغانستان کرکټ بورډ د پرمخ تللو فعالیتونو او ملي لوبډلې د وروستیو لاسته راوړنو له کبله د غونډې په ترڅ کې یواځې د افغانستان یادونه کیده او د کرکټ نړۍ نورو ادارو ته د یو مثال په توګه یاده شوه.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د کلنۍ غونډې په څنډه کې د کرکټ بورډ د واړو چارواکو چیرمین نسیم الله دانش او اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي د کرکټ نړیوالی شورا له مشر هندي ششانک منوهر سره هم ولیدل او له نوموړي سره یې د افغانستان له پاره د بشپړ غړیتوب اخیستلو، راتلونکو سیالیو د پروګرام، افغان کرکټ ملي لوبډلې ته د زیاتو سیالیو برابرولو او دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ له پاره د بودیجې یا مالي امکانات د زیاتولو په اړه غوښتنې شریکې کړې.
د کرکټ بورډ خبرپاڼې د افغانستان کرکټ بورډ د مشرانو له خوا د نړیوالې شورا د مشر په وړاندې د خپلو غوښتنو په اړه د ششانک منوهر د ژمنو او ځواب په اړه څه نه دي ویلي.
د خبرپاڼې له مخې، ششانک منوهر د افغانستان کرکټ بورډ اداره په روانو بریالیو فعالیتونو ستایلې او اوسنۍ اداره یې د کرکټ له بهترینه ادارو څخه یاده کړې ده.
د کرکټ نړیوالې شورا کلنۍ غونډه پرون د سکاټلینډ په (ایډنبرا) ښار کې پیل شوه، چې په کې د افغانستان د کرکټ بورډ د چیرمین نسیم الله دانش او اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي په ګډون د یاد شورا د غړو هیوادونو لسګونه چارواکو برخه اخیستې ده.
پیل شوې غونډه به د یوې اونۍ له پاره روانه وي، چې پ کې ټیسټ کرکټ کې د ۲ نورو دویمه درجه لوبډلو زیاتولو ، ۲۰۱۸ کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام ته مهم پړاو کې د ۱۰ لوبډلو په ځای د ۱۲ لوبډلو زیاتول او دغه راز د ۱۳ مخکښه هیوادونو ترمینځ د ۵۰ اوریزه لوبو د لیګ په اړه به هم په کې پریکړې وشي.




