د افغانستان نوې غوړېدونکې ۲۳ کلنې کرکټ ملي لوبډلې د اسیا په «ایمرجینګ» کپ ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې لومړۍ بریا وګټله.
د بنګلهدېش کرکټ بورډ د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د اسیا دویم پړاو «ایمرجینګ» کپ کرکټ سیالۍ نن د افغانستان په ګډون د ۸ لوبډلو ترمنځ په بنګلهدېش کې پیل شوې.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په نننۍ لومړۍ سیالۍ کې افغان ۲۳ کلنې کرکټ ملي لوبډلې له یوې یو اړخیزې لوبې وروسته د ۱۵۵ منډو په توپیر مالیزیا ته ماته ورکړه.
په نننۍ سیالۍ کې افغان کرکټ لوبډلې د شفیق الله شفق په کپټانۍ د پچې له ګټلو وروسته لومړۍ لوبه وکړه.
په سیالۍ کې افغان لوبډلې د احسان الله جنت د سلیزې ۱۰۸ او وېکټ ساتونکي منیراحمد د ۹۰ منډو په واسطه ښه لوبه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړیو په سوځېدو ۲۸۷ منډې جوړې کړې.
د افغانستان لهپاره په بیټینګ کې شاهد الله ۵، عثمان غني۱، ګلبدین نایب ۱۲، شفیق الله شفق ۶ خو نجیب الله ځدران بیا په ۳۳ منډو وتوانېد.

په ځوابي لوبه کې مالیزیایۍ لوبډله د افغانستان د بالینګ پر وړاندې د هېڅ ځواب نه و، چې د شرفالدین اشرف، ګلبدین نایب، افتاب عالم او نوین الحق د دوو ـ دوو وېکټو په واسطه یوازې په ۱۲۹ منډو وسوځېدل او د سیالۍ دواړه امتیازونه افغانستان ترلاسه کړل.
د اسیا په دویم پړاو «ایمرجینګ» کپ ۵۰ اوریزو کرکټ سیالیو کې افغانستان له مالیزیا، سریلانکا او هندوستان لوبډلو سره په (الف) ګروپ کی سیالۍ کوي.
پهدې سیالیو کې د هندوستان ۲۳ کلنه کرکټ ملي لوبډله له خپلې تېرې اتلولۍ څخه دفاع کوي چې پاکستان ته په ماتې ورکولو یې ترلاسه کړې وه.
ټاکل شوېده د دې سیالیو په دوام به افغان ۲۳ کلنه کرکټ ملي لوبډله خپله دویمه لوبه له سریلانکا ۲۳ کلنۍ کرکټ ملي لوبډلې سره وکړي.





