د افغانستان او زمبابوی ترمنځ سیالۍ به نړېوالې وي

افغان کرکټ بورډ رسماً اعلان وکړ، چې راتلونکې میاشت به د یو لړ نړېوالو سیالیو لوبولو له پاره زمبابوی هېواد ته سفر وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په ورکړل شویو معلوماتو کې د زمبابوی ویبپاڼې (کرونیکل) هغه راپور رد کړ، چې ګواکې د افغانستان او زمبابوی ترمنځ کیدونکې سیالۍ یواځې ۵۰ اوریزه او۲۰ اوریزې دي.

کرکټ بورډ زیاتوي، چې له زمبابوی کرکټ ملي لوبډلې سره راتلونکې میاشت ټولې پلان شوې ۷ سیالۍ به له کرکټ نړېوالې شورا سره نړیوال امتیاز ولري او هم په تلویزون مینه والو ته په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

ویل کیږي، چې دغه سفر د افغانستان او زمبابوی کرکټ بورډونو له خوا د کرکټ نړېوالې شورا په همغږۍ برابر شوی دی.

د کرکټ بورډ له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سیالیو پیل به په ۵۰ اوریزه نړېوالو سیالیو وشي.

ورکړل شوي مهالویش له مخې به د ۵ نړېوالو یو ورځنیو سیالیو لړۍ د راتلونکې اکټوبر میاشتې په ۱۶ مه نیټه پیل او تر ۲۴ مې نیټې به پاې ته ورسیږي.

د مهال ویش له مخې به د لومړۍ او ووستۍ سیالۍ ترڅنګ دوهمه نړیواله لوبه د اکتوبر په ۱۸ مه ، دریمه لوبه د اکتوبر په ۲۰ مه ، څلورمه لوبه د اکتوبر په ۲۲ مه نیټه ترسره شي.

دغه راز د ۲ نړیوالو شل اوریزه لوبو لپاره افغان کرکټ بورډ د اکتوبر ۲۷ مه او ۲۹ مه نیټه اعلان کړیده.

د یادونې وړ ده، چې دا د کرکټ په تاریخ کې دویم ځل دی چې افغانستان د یوه بشپړ نړېوالو یو ورځنیو سیالیو ترسره کولو له پاره د یوه بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد میلمنه ده.

د افغانستان او زمبابوی کرکټ ملی لوبډلو ترمنځ تېرکال جولای میاشت کې هم ۴ نړیوالې پنځوس اوریزې او ۲ څلور ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې، چې په مساوي توګه پاي ته رسیدلې وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام