
هندي کرکټ بورډ سږنیو سوداګریزو «ای پي اېل» کرکټ سیالیو ته د لوبغاړیو د لیلامۍ لهپاره انتظار پای ته ورسولو او د لوبغاړیو د لیلامۍ نېټه یې اخري کړه.
د لسم پړاو «ای پي اېل» سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د فېبرورۍ پر ۲۰ نېټه به په بنګلور کې د ۵ افغان لوبغاړیو په ګډون د ۷۵۰ لوبغاړیو لیلامي وشي.
افغان کرکټ بورډ، هندي کرکټ بورډ ته د ۵ افغان لوبغاړیو نوملړ سپارلی؛ خو د هغو د نومونو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
خو په همدی حال کې هندي رسنیو بیا خبر ورکړی، چې د سږکال «ای پي اېل» کرکټ سیالیو ته محمد نبي عیسیخېل، شهزاد محمدي، دولت ځدران، نجیب الله ځدران او راشد ارمان نومونه وړاندې شوي دي.
د «سپورټس کيدا» په نوم یوې هندي رسنۍ د راپور له مخې، ډېر امکان شته چې شهزاد محمدي د سږکال «ای پي اېل» سیالیو لهپاره د «ممبي انډينز» لوبډلې لهخوا واخیستل شي؛ خو په یوه بل راپور کې یې د مهندر سینګ ډهوني په لوبډلمشرۍ کې د «پونې سوپرجاینټس» لوبډلې لهپاره غوره لوبغاړی یاد کړی دی.

دغه راز په راپور کې زیاته شوې، افغان تېزبالر دولت ځدران د ویراټ کوهلي په کپتانۍ کی بنګلور لوبډلې لهپاره، برید کوونکی بیټمسین نجیب الله ځدران د ظهیرخان په کپتانۍ کې ډهلي ډریډیولز لوبډلی لهپاره، ګوګلي بالر راشد ارمان د ډیویډ وارنر په لوبډلمشرۍ کې د سن رازیزرز حیدراباد لوبډلې لهپاره او د کرکټ نړۍ دویم شمېره ال راونډر محمد نبي عیسیخېل د سریش رینا په لوبډلمشرۍ کې د ګجرات لاینز لوبډلې لهپاره غوره انتخاب کېدلی شي.
خو تر اوسه پوری د یو افغان لوبغاړي د اخیستلو ژمنه نه ده شوې او دا پرېکړه به ۸ لوبډلی د لیلامۍ په ورځ کوي، چې کوم افغان لوبغاړی خپلې لوبډلی ته جذبوي او که نه.
په ورته وخت کې په هندوستان کې افغان سفیر محمدشیدا ابدالي هندي رسنۍ «انډیا ټوډی» سره په خبرو کی ویلي، چې کرکټ لوبه ولسونه له ولسونو سره تړي او هند دی په «ای پي اېل» ټورنمېنټ کې ګډون کوونکي لوبډلمشران به افغان لوبغاړي خپلو لوبډلو ته جذب کړي.





