په کابل کې پیل شوې د روژی جام (شپنۍ) ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو میله د ملي پیوستون لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېده.
د افغانستان کرکټ بورډ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، چې د سیالیو پای لوبه کې ملي پیوستون لوبډلې افغان رینجرز لوبډله په (فاینل) لوبه کې د یوې یو اړخیزې لوبې وروسته په ۴۰ منډو له ماتې سره مخ کړه.
د کرکټ بورډ خبرپاڼه لیکي، چې د کابل په شخصي زرملوال لوبغالي په کوربتوب فاینل لوبه کې ملي پیوستون لوبډلې په لومړي وار کولو سره په ۲۰ اوریزه لوبه کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۱۸۱منډې جوړې کړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ددې هدف په دفاع کې ملي پیوستون لوبډله بریالۍ شوه او افغان رینجرز لوبډلې ونه کړی شو، چې هدف ته ورسیږي او په ټاکل شویو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو په ۱۴۱ منډو وتوانیده.
په دې سیالیوکې د هیواد دوست لوبډله د خپلې اتلولۍ څخه په دفاع کې پاتې راغله ،چې په نیمه پاې لوبه کې یې له ملي پیوستون لوبډلې څخه ماتې وخوړه.
دغه ددې سیالیو په دویمه نیمه پای لوبه کې د ملي کرکټ لوبغاړي عبدالله مزاري په مټ افغان رینجرز لوبډلې المبارک لوبډلې ته ماتې ورکړې او د ملي پیوستون لوبډلې خلاف (فاینل) ته رسیدلې وه.
د سیالیو په پای کې خیبرعمر د پای لوبې غوره لوبغاړې اعلان شو، چې د ملي پیوستون لوبډلې په ګټه یې ۷۲ منډې جوړې کړې وې.
دغه راز ملي کرکټر محب الله اوریاخیل په ۱۷۰ منډو د غوره بیټسمین او په ټولیزه توګه اسد الله خان په ۹ ویکټو او ۱۱۰ منډو سره د ټورنامنټ غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
د روژی جام دویم پړاو شپنیو ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې ۸ لوبډلو په ۲ ګروپونو کې لوبې ترسره کړې چې ۲ اونۍ یې یو دب ل په وړاندې داتلولۍ لپاره لوبې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې په دې سیالیو کې له څوو میاشتو راهیسې د ټپونو له کبله له ملي لوبډلې څخه لرې تکړه لوبغاړي نورعلي ځډران هم برخه واخیسته چې د بلال عمر لوبډلې په ګټه ولوبېد.





