.jpg)
انوراګ ټاکر د هندوستان سترې محکمې له خوا د کرکټ بورډ په ادارې کې د وړاندیز شويو سمونونو د نه عملي کولو له کبله له دندې ګوښه شوی دی.
د کرېک انفو وېبپاڼې د معلوماتو له مخې د هندوستان سترې محکمې لودها کمېټې څو میاشتې مخکې له هندي کرکټ بورډ څخه د ځینو اصلاحاتو غوښتنه کړې وه، خو نه یوازې یې اصلاحات را نه وستل، بلکې د لودها کمېټې سره یې همکارۍ هم ونه کړه.
د هندوستان سترې محکمې ویلي، چې انوراګ ټاکر او د هندي کرکټ بورډ سکرتر جنرال اجي شیرکي یې د سمونونو ځنډولو او د لودها کمېټې سره یې د نه مرستې کولو له امله لرې کړي دي.
محکمې دا هم ویلي، د نویو کسانو تر ګومارلو پورې به د کرکټ بورډ چارې د سترې محکمې پخواني تقاعد شوي قاضیان سمبالوي.
.jpg)
د یادونې ده، چې لودها کمېټه د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ میاشت کې د هندوستان ۲۰۱۳ کال "ای، پي، ایل" شل اوریزه کرکټ سیالیو کې د شوي فساد څېړلو په خاطر جوړه شوه او په ورته وخت کې یې د هند کرکټ ادارې ته د ځینو وړاندیزونو سپارښتنه هم وکړه، چې له مخې به یې په دې اداره کې د فساد مخنیوی وشي.
ویل کېږي، چې انوراګ ټاکر د هندي کرکټ بورډ د زونونو ادارو د نیوکولو له امله د لودها کمېټې سپارښتنې عملی نه کړلی شوې.
پر نوموړي د اصلاحاتو په برخه کې د غفلت کولو سربېره د محکمې ګمراکولو تور هم دی؛ که له سترې محکمې بښنه ونه غواړي؛ ښايي زنداني شي.
د راپورونو له مخې د هندي کرکټ بورډ هغه چارواکي، چې له ۷۰ کلونو زیات عمر لري، په فساد تورن دي او له ۹ کلونو راهیسې د کرکټ بورډ په ادارې کې کار کوي له دندو لرې کړي.





