د ویسټ انډیز کرکټ بورډ له خوا د هغه لسګونه کرکټ لوبغاړو نوملړ خپور شو، چې ټاکل شوې ده روان کال به ترې یو شمیر لوبغاړي څلورم پړاو (کربین پریمیر لیګ) شل اوریزه کرکټ سیالیو ته په پام کې نیول شوي.
د لیلامۍ له پاره د ۱۴ مخکښه کرکټ هیوادونو څخه لوبغاړي غوره شوي دي، چې په کې د لومړي ځل له پاره د افغانستان ۷ تکړه لوبغاړي هم لیدل کیږي.
د ویسټ انډیز (سینټ لوشیا ټایمز) ورځپاڼې د راپور له مخې د افغانستان له خوا په لومړني لیست کې اوسنی کپتان اصغرستانکزی، پخوانی کپتان محمد نبي عیسی خیل، پخوانی کپتان نوروزمنګل، ال راونډر سمیع الله شینواری، برید کوونکی بیټسمین نجیب الله ځدران، ویکټ کیپربیټسمین شهزاد محمدي او تیزبالر شاپورځدران غوره شوي دي.
ټاکل شوې ده، چې د ویسټ انډیز څلورم پړاو (کربین پریمیرلیګ) سوداګریزو شل اوریزه کرکټ سیالیو لپاره به د لومړني لیست لیلامي د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۱۱ مه نیټه په (برباډوس) جزیره کې وشي.
دا لومړی ځل دی، چې په دومره شمیر کې افغان لوبغاړي د کوم هیواد سوداګریزو شل اوریزه کرکټ سیالیو ته غوره کیږي.
دا چې کوم لوبغاړې به د کومې ویسټ انډيزۍ لوبډلې له خوا واخیستل شي څو ورځې وروسته به په رسمي توګه په ډاکه شي.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د افغانستان ۲ لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل او راشد ارمان شینوارې د پاکستان په لومړي پړاو (سوپرلیګ) سوداګریزو شل اوریزه کرکټ سیالیو کې په لوبو بوخت دي.

د (سینټ لوشیا ټایمز) د راپور له مخې څلورم پړاو (کربین پریمیرلیګ) سوداګریزو سیالیو ته په لومړني لیست کې دپاکستان څخه ترټولو زیات ۳۷ ، د سویلی افریقې څخه ۳۴، له اسټرالیا څخه ۲۳، له سریلانکا څخه ۲۰ ، له نیوزیلینډ څخه ۱۱، له امریکې څخه ۱۰ ، له کاناډا څخه ۷ ، له بنګله دیش څخه ۷ ، له زمبابوې څخه ۳ ، له انګلستان څخه ۲ ، له ایرلینډ څخه ۲ او له هالینډ څخه ۱ لوبغاړي مدثربخاري په دې سیالیو کې دلوبیدو په موخه خپل نوم ثبت کړی دی.
راپور زیاتوي، چې د روان کال سیالیو له پاره د ویسټ انډیز د ۱۵۷ لوبغاړو څخه ۱۶ مخکښه لوبغاړي د بیلا بیلو لوبډلو له خوا بیرته نیول شوي او په نیلامۍ کې به شتون ونلري.
داسې هم ویل شوي دي، چې اوسمهال د فساد له کبله له نړیوال کرکټ بندیز سره مخ پاکستانی سلمان بټ او محمد اصف هم دغو سیالیو کی دلوبیدو په موخه په لومړني لیست کې شامل دي.
تراوسه په ترسره شویو ۳ پړاونو کې لومړې ځل جمیکا ، دوهم ځل برباډوس او تېرکال ټرینیډا او ټوبیګو لوبډلې اتلولي وګټله.






