ظاهر اغبر د فدراسینونو له مشرانو د رڼو ټاکنو غوښتنه وکړه

د افغانستان المپیک ملي کمېټې مشر جنرال ظاهر اغبر د افغانستان د ۱۲ بېلا بېلو فدراسیونو له مشرانو سره نن (دوشنبه) په خپل کاري د فتر کې لیده کاته وکړه.

د المپیک ملي کمیټې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ښاغلي اغبر د پهلوانۍ ، باسکیټبال، هنډبال، دغړو ښکلا ، والیبال ، فوټبال ، اټلاټیک ، لامبو ، جوجیتسو ، کورش، سامبو ا و وی وینام فدراسیون له مشرانو څخه وغوښتل چې راتلونکو سیالیو ته غوره ټاکې وکړي.

ټاکل شوې ده، د افغانستان د بېلابېلو فدراسیونو ورزشي ډلې روان کال (سپټمبر) میاشت کې د ویتنام په کوربتوب په اسیایي ساحلي سیالیو کې برخه واخلي.

د المپیک ملي کمیټې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ښاغلي اغبر له مسوولینو څخه وغوښتل چې له اوسه دغو اسیايي سیالیو ته دغوره لوبغاړو په ټاکنه کار پیل کړي.

اغبر د فدراسیونونو له مشرانوغوښتي، چې غوره لوبغاړي تر روزنې لاندې ونیسي او راتلونکو ساحلي اسیایي سیالیو ته یې ښه چمتو کړي.

د خپرپاڼې له مخې، چې دالمپیک ملي کمیټې مشر د فدراسیونونو له مشرانو وغوښتل چې د وړتیاو له مخې د لوبغاړو ټاکنه کولای شي، چې افغانستان ته د تېرو کلونو په پرتله دا ځل ښې لاسته راوړنې ولري.

ټاکل شوې ده د افغانستان په ګډون د اسیا ساحلي المپیک سیالۍ د روان کال (سپټمبر) میاشتې په ۲۴ مه نېټه پیل شي او د اکتوبر تر ۳ مې نېټې به روانې وي.

د سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، چې په ۵ م پړاو اسیایي ساحلي سیالیو کې به د ۴۵ هیوادونو لوبغاړي په ۱۴ ورزشي رشتو کې لوبې ترسره کړي.

ویل کیږي، چې د ویتنام په کوربتوب به دغه سترې ساحلي اسیایي سیالۍ د دغه هېواد په (داننګ) ښار ۲ ورزشي لوبغالو کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې دا د ۲۰۰۹ کال اسیایي سرپټو لوبغالي کې د سیالیو وروسته دویم ځل دی، چې ویتنام داسیایي سترو سیالیو کوربتوب کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام