بارسلونا د اتلولۍ جام د اسپانیا لیګ په ګوښه کولو و ګټلو

د بارسلونا لوبډله د نړۍ له زیات پلوو او مشهورو لوبډلو نه ده، چې تېره شپه د اتلتیک بیلبائو لوبډلې ته یې ۳ـ ۰ ماتې ورکړه او د اسپانیا حذفي لیګ د اتلولۍ جام یې وګټلو.

د لوبې په لومړۍ نیمایې کې لیونل مسې وکولی شول، چې څلور لوبغاړي له مخې پورته کړل او د لوبې لومړنی توپ یې هدف ته ورساوه.

بارسلونه له لومړي ګول وهلو وروسته خپلو یرغلیزو بریدونو ته دوام ورکړ او د دغې لوبډلې یو بل ستوري برازیلي نیمار د سیالې لوبډلې د ګول دورازه د دویم ځل له پاره ټارګېټ کړه.

د لوبې لومړنۍ نیمایې په ۲ ـ۰ سره پای ته ورسېده. سیالې لوبډلې د پرلپسې یرغلیزو بریدونو سره – سره ونه توانیدله، چې د بیلبائو له دروازه ساتونکي نه توپ خپل هدف ته ورسوي.

په دویمه نیمايي کې لوییس انریکه، چې د بارسلونا د لوبډلې روزنکی و، وکولی شول د خپلې لوبډلې مرال لوړ وساتي او د زرګونو نندارچیانو پام يې ځانته راواړولو.

د لوبې په ۷۴ مه دقیقه کې مسي د خپلې لوبډلې په ګټه ګول ووهلو.

سیاله لوبډله په ټول توان او فشار سره په دې وتوانیدله، چې د لوبې په ۷۹ مه دقیقه کې یو ګول ووهي.

په وروستیو شېبو کې لوبه ډېره قهرجنه شوه، خو یوې لوبډلې هم ونه شو کولی، چې ګول ووهي.

له دې مخکې د بارسلونا لوبډله د اسپانیا د لالیګای د جام ګټونکی شو او په دې سره یې د کال دویم جام خپل کړ.

اوس مهال دغې لوبډلې د اروپا لیګ جام سیالیو ته چمتووالي ښيي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام