پاکستانی کرکټ لوبغاړی محمد عامر د کرکټ میدان ته راستون شو

پاکستانی کرکټ لوبغاړی محمد عامر د کرکټ میدان ته راستون شو

د کرکټ نړیوالې شورا د وروستۍ پریکړې له مخې پاکستاني کرکټ بورډ هم محمد عامرته په کورني کرکټ کې دلوبیدو اجازه ورکړه.

نوموړی له وروستیو نیږدې پنځه کلونو راپدیخوا له نړیوال کرکټ څخه لرې و.

دیادونې وړ ده چې لاهم محمد عامر باید د پنځه کلن کرکټ بندیز ختمیدو او نړیوال کرکټ ته دراستنیدو لپاره 6 میاشتې نور انتظار وباسي.

په کرکټ نړیواله شورا کې د غیرقانوني درملو او فساد مخنیوي کمیټې ویلي دي، چې پاکستاني کرکټر محمد عامر نه یواځې خپله غلطي منلې بلکې د فساد خلاف یې د کرکټ نړیوالې شورا د هراقدام ملاتړ کړی دی.

ددې کمیټې د معلوماتو له مخې، چې د نړیوال کرکټ بندیز پرمهال د محمد عامر رویه ډیره مثبته وه او تمه یی وښوده، چې محمد عامر به نړیوال کرکټ ته په راستنیدو په کرکټ لوبه کې د هرقسم فساد خلاف له کرکټ نړیوالې شورا سره همغږی پاتې شي.

پاکستاني رسنیو سره د خبرو پرمهال محمد عامر وویل، اوس مهال به خپل ټول کوښښ په چمتوالي او په کورني کرکټ کې په کارکړنې وکړي چې دښه لوبې پر سر  یوځل بیا په پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله کې دلوبیدو موقعه ترلاسه کړي او پخوانۍ لاسته راوړنې یو ځل بیا تکرار کړي.

د نوموړي په وینا، چې کرکټ مینه وال به یو بدل محمد عامر وګوري او په خپلې کارکړنې به د ټولو خلکو سوالونو ته ځوابونه ووایي.

دغه راز له پاکستاني محمد عامر سره یوځای دوه نور پاکستاني کرکټ لوبغاړي محمد اصف او سلمان بټ هم عامر ته دنړیوال کرکټ دروازو خلاصیدو خوشحاله کړي، چې په وینا یې دوی ته یې هم نړیوال کرکټ ته دراستنیدو هیلې پیدا کړي دي.

دیادونې وړ ده چی په ۲۰۱۰ کال کې د انګلستان په سفر د بوختې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې درې لوبغاړو محمد عامر، محمد اصف او سلمان بټ په (لارډز) لوبغالي کې د پیسو په بدل کې په لوی لاس درغلي وکړه چې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا په ۵ ، ۷ او لس کلونو لوبې بند محکوم شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام