ویل کېږي چې دافغانستان فوټبال فدارسیون زهره مهدي اسیایي فوټبال شورا اجرایوي کمیټې ته د اسیا مرکزي زون فوټبال هیوادونو په استازیتوب ور معرفي کړې.
دیادونې وړ ده چې د اسیا فوټبال شورا په اجرایوي کمیټه کې هر زون دیوی ښځینه کارکوونکې د معرفي کېدو حق لري.
د اسیا فوټبال شورا اجرایوي کمیټی ته د یوی ښځینه کارکوونکې د ورپیژندلو دغه پریکړه تیره میاشت د کویټ په کوربتوب په اسیا فوټبال کې د نوي جوړ شوي (مرکزي زون) په لومړۍ رسمي غونډه کې شوی وه چې په کې دافغانستان فوټبال څخه یوې نوماندې ته رایه ورکړل شوه.
دیادونې وړ ده چې له دې وروسته د اسیا فوټبال شورا په ښځینه اجرایوي کمیټه کې د افغانستان څخه د افغانستان او مرکزي اسیا زون په استازیتوب (زهره مهدي) دنده ترسره کوي چې دافغانستان په فوټبال کې نوی څیره شمیرل کېږي.
د اسیا فوټبال شورا په جوړښت کې نوی (مرکزي زون) رامینځ شو چې په رسمي توګه یې تیره میاشت د کویټ په هیواد کې خپل مسووله چارواکي ، اساسنامه او لوګو اعلان کړه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوی خبرپاڼې په خپرولو سره وایي چې ، پدې مراسمو کې د افغانستان فوټبال فدراسیون چارواکو هم برخه اخیستې وه چې د راتلونکو ۴ کلونو لپاره په کې د افغانستان فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کریم د اجرایوي کمیټې د غړي او دغه راز د افغانستان فوټبال فدراسیون سکرترجنرال سید علي رضا اقازاده ددې زون د مرستیال سکرترجنرال او د نړیوالو اړیکو د مسول په توګه وګمارل شو.
د افغانستان فوټبال فدراسیون دعوه کوي چې د اسیا فوټبال شورا په چوکاټ کې د مرکزي زون د ایجادولو طرحه او تشکېل د افغانستان فوټبال فدراسیون لخوا وړاندې شو چې د اسیا او نړیوالی فوټبال شورا لخوا منظور شو.
دیادونې وړ ده چې په مرکزي زون کې به دافغانستان په ګډون د ایران ، تاجکستان ، قرغزستان ، ترکمنستان او ازبکستان پیاوړی فوټبال ملي لوبډلی لوبی ترسره کړي.





