
د سوداګرۍ وزارت چارواکیو نن چهارشنبې د (نومبر پر ۲۳مه) د سوداګرو مېرمنو په درې ورځني نندارتون کې وویل، چې مېرمنې د هېواد د صنعتي پرمختګ په برخه کې خورا مهمه ونډه لري او په دې برخه کې مالي مرستو ته ډېره اړتیا لري.
د دې وزارت مرستیال محمد قربان حقجو وویل، له بده مرغه چې د توکیو د تولیداتو او ټولنیز حالت د بدلون له پاره د مېرمنو په نوم افغانستان سره ډېرې شوې مرستې اړمنو هغو ته نه دي رسېدلي.
د سوداګرو مېرمنو د سوداګریزو او لاسي توکیو له پاره په دې جوړ شوي نندارتون کې د سوداګرۍ وزارت مرستیال زیاته کړه، چې د سوداګرۍ په برخه کې باید د سوداګرو مېرمنو سره مالي مرسته وشي او ډاډ ورکړل شي، چې د هېواد په اقتصادي بساینه کې مهم نقش لري.
د سوداګرۍ وزارت مرستیال حقجو زیاته کړه، چې سوداګرو مېرمنو ته باید د اوږد مهالو پورونو ترڅنګ امینت ونیول شي او د توکیو د پلورلو له پاره ورته بازار پیدا شي.

ده همدارانګه زیاته کړه، که غواړو، چې په افغاني ټولنه کې سوداګرې مېرمنې د صنعت په برخه کې ښه پرمختګ وکړي؛ لومړی باید د دوی په اړه منفي ذهنیتونه له منځه یوړل شي او رواني امنیت یې خوندي شي.
په دغه نندارتون کې سوداګرو ښځو هم د خپلې سوداګریزې پېشې په مخ کې پراته خنډونه د دوی سترې ستونزې وګڼلې.
دوی په ټینګار سره وویل، چې د امنیت نه شتوالي، کمې پانګې او د توکیو د پلور له پاره د بازار نه موجودیت هغه لاملونه دي، چې د دوی کار یې له خنډ سره مخ کړی دی.
سوداګره مېرمنه شیما رحیمي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، مخکې به د امنیتي حالت د ښه والي په صورت کې بهرنیان راتلل او د دوی توکي به یې په لوړه بیه اخیستل؛ خو اوس د خلکو کمزوری اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی دی، چې سوداګریز توکي په ټیټه بیه وپلوري.

رحیمي زیاتوي، د ناامنۍ ترڅنګ د کمې پانګې له لرلو هم ځورېږي.
حسیني حسین د دې نندارتون بله سوداګره ګډونواله وايي، چې په امنیتي ځای او حالت کې د دوی نندارتونونه هم دوی او هم خلکو ته ګټور تمامېږي.
دوی له اړوندو دولتي او غیردولتي ارګانونو د هر اړخیزې مرستې غوښتنه وکړه او هیله یې وښودله، که ملاتړ یې وشي؛ بې ساری پرمختګ به وکړي.
په دغه نندارتون کې ۳۵ مېرمنو غرفې پرانېستې دي، چې د جمعې تر ورځې پورې به په اریا ښارګوټي کې دوام وکړي.





