.jpg)
یو شمېر کابل ښاریان د خوراکي توکو بیو په نه کنټرول حکومت په بې غورۍ تورنوي او وايي، چې هر کال د اختر په رارسېدو سره د وچو مېوو بیې لوړیږي.
خلک وايي، کار نه شته او د اقتصادي ستونزو له امله یو شمېر کورنۍ نه شي کولی وچې مېوې په دومره لوړه بیه واخلي.
د شیرمحمد په نوم یو هېوادوال سلام وطندار ته وویل:"د اختر په شپو او ورځو کې د یوې وچې ډوډۍ پیسې نه لري، نو وچه مېوه به څه ډول واخلو."
د صبور په نوم یو بل تن وايي، هټیوال په ارزانه بیه له باغ لرونکو وچې مېوې اخلي او بیا یې د اختر په شپو او ورځو کې په لوړه بیه پلوري.
په کابل ښار کې په اوس ورځو کې د یوې کیلو پستې بیه ۸۰۰ افغانۍ، یوه کیلو بادام ۷۰۰ افغانۍ، یوه کیلو ممیز ۵۰۰ افغانۍ، یوه کیلو نخود ۳۰۰ افغانۍ، یوه کیلو کاجو ۹۰۰ افغانۍ او یوه کیلو سیمان ۲۰۰ افغانۍ خرڅېږي.

د ښار یو شمېر هټیوال وايي، د وچې میوې په یو کیلو بیه کې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانیو لوړ والی راغلی دی.
د جمشید په نوم یو هټیوال وویل، د نورو اخترونو په پرتله په دې اختر کې خلک ډېر کمه وچه میوه پېري.
یو بل هټیوال میرویس وايي، بیې لوړې شوي او سوداګر یې هم په لوړه بیه پېري، چې له کبله یې خلک شکایت کوي.
خو د سواګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، چې دوی له بازارونو جدي څارنه کوي او له هغو کسانو سره به جدي چلند کوي، چې په لوړو بیو پلور کوي.
قوقندي وویل، په دې برخه کې یې کمېټه جوړه کړې او سړغړوونکي به عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپاري.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین د وچو مېوو بیې لوړوالی د خلکو د تقاضا زیاتوالی بولي او زیاتوي، د خصوصي سکتور له مسوولینو سره خبرې کوي، چې د اختر په ورځو کې د وچو مېوو بیې ټيټې کړي.





