
د افغانستان د پانګه ونې ملاتړ اداره وايي، چې دغه پارک د جمعه محمد محمدي صنعتي پارک دویمه برخه ده او د دغې ادارې چارواکو او په اقتصادي چارو کې د ولسمشر سلا کار له لوري یې د بنسټ ډبر کېښودل شوه.
دوی وایي، دغه پارک به ټولټال ۱۰۵ میلیونه ډالرو په لکښت جوړ شي.
دغه سیمه د باګراميو نساجۍ ته څېرمه په یو اړخ کې پرته ده، چې پخوا په کې د جمعه محمد محمدي پارک هم جوړ شوی دی
د دې ادارې رییس محمد قربان حقجو وویل، په دغه صنعتي پارک کې به د کورنیو تولیداتو ۱۹ فابریکې جوړې شي.
نوموړي د فابریکو په معیاري جوړولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په دغو فابریکو کې به د خوراکي توکو، درملو، برېښنايي سامانونو، کالیو، چاپ صنعت، سنګي چاپ او پلاستیکي صنایعو په برخه کې پانګه ونه وشي او له دې لارې به ۱۵۰۰ تنو ته په مستقیم او ۷۵۰۰ تنو ته په نامستقیم ډول کار د کولو زمینه برابره شي.

په اقتصادي چارو کې د ولسمشر سلا کار حضرت عمر زاخېل له کورنیو پانګه والو وغوښتل په افغانستان کې دې پانګه ونه وکړي.
دغه اداره وايي، چې د پانګه ونې له پاره په کابل کې ځمکې شته خو دغه اداره یې په واک نه لري او د دې ستونزې د حل له پاره یې په چټکۍ چارې روانې کړي دي.
د دغې ادارې په خبره، په ننګرهار، کندهار، بلخ، هرات او کابل ولایتونو کې ۸ صنعتي پارکونه جوړ شوي دي.
دوی وايي، چې په پروان، لوګر او وردګو ولایتونو کې د ۱۲ فا بریکو په جوړولو کار روان دی او ۱۲ نورې فابریکې جوړولو په برخه کې څېړنې پېل شوې دي او له حکومته غواړي، چې ژر تر ژره دې د دې فابریکو جوړولو په برخه کې اقدام وکړي





