۲میاشتې وروسته به پر کجکي برېښنا بند درېيم توربین ولګول شي

د هلمند د کجکي بند د درېیو توربینونو تړون لیک د افغانستان برښنا شرکت او د امریکا د پراختیایي ادارې (USAID) ترمنځ لاس لیک شو.

د بریښنا د شرکت ریيس قدرت الله دلاوري د سه شنبې په ورځ (اګسټ۱۶مه) په خبري غونډه کې وویل، چې د کجکي په بند کې د درېیم توربین په لګولو سره به ، ۱۸،۵ میگاواټ بریښنا تولید شي او د کجکي بند د بریښنا تولید به ۵۱،۵میگاواټو ته ورسیږي.

د دلاوري پر وینا ، درېیم توربین به په دوو راتلونکو میاشتو کې ولګول شي او ګټې اخیستنې ته به چمتو شي.

دلاوري زیاتوي، دغه ریاست هڅه کوي چې د هلمند او قندهار د محلي حکومت په مرسته، په ټاکل شوي وخت کې د دوو توربینونو د جوړولو کار پیل او درېیم توربین ولګوي.

د بریښنا شرکت د ریيس پر وینا ، د کجکي په بند کې د درېیم توربین په لګولو سره به ، ۱۸ تر ۱۹ زره کورنۍ په هلمند او قندهار ولایتونو کې له دې بریښنا نه ګټه واخلي.

په همدې حال کې، د امریکا د پراختیایي ادارې رییس "جیرماکریو" د دې تړون لیک په غونډه کې وویل ، چې هغوي ۲۰۱۳ م ز کال نه راپدیخوا د افغانستان د بریښنا په برخه کې ۸۰۰ میلیونه ډالر لګولي دي.

د بریښنا شرکت ريیس وایي، چې د هیواد په ځینو ناامنه سیمو کې، طالبان له خلکو څخه د لګول شوې بریښنا پیسې خپل ځان ته اخلي.

د کجکي بند کار په ۱۳۳۲م  لمریز کال کې پیل شو. د دې بند فعالیتونه په هیواد کې د ۱۶ کلونو ناامنیو له امله د کجکي په ولسوالۍ کې څو ځله بند شوی وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام