د کانونو ساتنې کمېټه جوړېږي

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکيو نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې ډېر ژر به په هېواد کې د کانونو ساتنې تر نوم لاندې یوه کمېټه جوړه شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ځای‌ناستې وزیرې نرګس نهان وویل، دا کمېټه به د دفاع او کورنیو چارو وزارت ترڅنګ د ملي امنیت لوی ریاست په مرسته جوړه شي.

د اغلې نهان په وینا، د دې کمېټې جوړولو موخه د ټولو امنیتي قضیو څېړنه او د افغانستان کانونو پورې اړوند موارد دي.

د یو نړۍوال څېړنیز بنسټ موندنې ښيې چې د دولت مخالفې وسله‌والې ډلې په ځانګړي توګه داعش او طالبان د کانونو په ناقانونه کیندنه کې لوی لاس لري او خپل ډېر مالي امکانات له همدې لارې پوره کوي.

د یاد بنسټ وروستی راپور ښيې، د تالک ډبره چې په امریکا او اروپا کې د ماشومانو د پوډر جوړولو له‌پاره کارېږي؛ داعشیانو او طالبانو له لوري استخراجېږي او له هېواده بهر د پلور له‌پاره وړل کېږي.

په کال کې د تالک ډبرې له عوایدو د طالبانو ونډه ۳۰۰ میلیونه ډالره او د داعشیانو هغه سلګونه زره ډالره اټکل شوې‌ده.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام