د مخابراتي شبکو د خدمتونو ۱۰ سلنه محصول راټولولو کې د شفافیت تضمینوونکي سیستم پروژه لاسلیک شوه

ارګ په یوې تازه خبرپاڼې کې ویلي چې د مخابراتي شبکو د خدمتونو ۱۰ سلنه محصول راټولولو کې د شفافیت تضمینوونکي سیستم یا (Real Time Data Management) پروژه د ولسمشر محمداشرف غني په حضور کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي او د «بوستوز» ګروپ کمپنۍ مشر ترمنځ ارګ کې لاسلیک شوه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وویل،«Real Time Data Management»  د ۱۰سلنه مخابراتي خدماتو محصول راغونډول د شفاف مدیریت په موخه ایجاد شوی چې د هېواد په کچه به ترې ګټه واخېستل شي.

کوم عواید چې د ۱۰ سلنه مخابراتي محصول د راغونډولو په اړه د ولسمشر د فرمان له توشیح وروسته را ټول شوي، له ۱۴ میلیارد او ۵۹۰ میلیونه زیاتې افغانۍ دي.

ورته مطالب:

د مخابراتي خدمتونو مالیات شاوخوا ۱۴ میلیارده افغانۍ شوي

په مخابراتو وزارت کې فساد، ۲،۵ زره میلیونه ډالره له خطر سره مخ کړي

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر د راتلونکو ۱۰۰ ورځو له پاره خپل پلان وړاندې کړ

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام