
ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار له ترکمنستان نه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګازو نل لیکې پروژې پرانیستلو له پاره د ترکمنستان پلازمینې عشق اباد ته روان شوی دی.
د ټاپي پروژه د افغانستان له پاره ډیره مهمه پروژوه ده.
افغانستان به د ټاپي ګازو نل لیکې پروژې په پلی کیدو سره په کال کې میلیونونه ډالر عاید ترلاسه کړي او ۱۲ زره کسانو ته به په کور د ننه کاري فرصتونه پیدا شي.
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د ټاپي پروژه د دې ترڅنګ چې اقتصادي ګټه لري د امنیت په ټینګښت کې هم ګټوره تمامیږي.
رباني زیاته کړه، چې د ټاپي پورژې د کار پیلیدو سره به افغانستان، په ډیپلوماسي کې هم پرمختګونه ولري.
له ارګ څخه د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ، ولسمشر به په دغه سفر کې د ټاپي نل لیکې پروژې د کار پرانیستلو ترڅنګ د ترکمنستان له ولسمشر قربانقلي بردي محمداوف سره هم وګوري.
دغه راز، په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني به ''د سولې، امنیت او پرمختګ په برخه کې د نړیوالو همکاریو " د بې پرې پالیسیو" غونډه کې هم خبرې وکړي.
د ټاپي پروژه ترکمنستان، افغانستان، هند او پاکستان هیوادونو له پاره خورا زیات ارزښت لري او د دې پروژې د کار پیلیدو له پاره د دغو هیوادونو ترمنځ ډیرې غونډې هم شوي.
ویل کیږي د ټاپي نل لیکې پروژې کار په پیلیدو کې ستونزه د افغانستان امنیت دی.





