
د ولسي جرګې غړي محمد نعیم لالي حميدزي په عمومي غونډه کې وویل، چې په حیرتانو او اقینې بندرونو کې د کابلبانک له قضیې زیات فساد شوی.
نوموړي په نننۍ چهارشنبه (ډسمبر ۹مه) عمومي غونډه کې زیاته کړه، چې دی د یو پلاوي په مشرۍ حیرتانو او اقینې بندرونو ارزونې له پاره ورغلی و.
ده وویل، چې په دغه بندرونو کې د تېلو واردولو په برخه کې په میلیونونو افغانیو فساد شوی دی.
لالی حمیدزی وايي، چې په دې اړه یې په بوجیو اسناد راوړي دي او زیاته یې کړه، چې د حیرتانو او اقینې بندرونو فساد خورا پېچلی او د کابلبانک له قضیې زیات فساد په کې موجود دی.
د ولسي جرګې دغه وکیل وویل، اسیاف د افغانستان په بندرونو کې معافیت لري او ځېنې شرکتونو د ایساف له نوم نه په استفادې سره بې کیفیته او بې له مالیې ورکولو تېل وارد کړي دي.
نوموړی وايي، چې په دې اړه به د ولسي جرګې راتلونکې عمومي غونډې ته بشپړ راپور او اسناد وړاندې کړي.
اخوا د ولسي جرګې لومړی نایب عبدالظاهر قدير د ولسي جرګې کورني امنیت او دفاعي او تفتیش کمېسيونونو ته دنده و سپارله، چې دا مسله په جدي توګه و څېړي.
د ویلو ده، چې له دې وړاندې د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې هم په وار وار سره داسې نیوکې شوې وې، چې ځینې کمپنۍ د ایساف په نامه تیل راوړي او دا تیل له مالیې څخه معاف دي، خو بیا په بازار کې په لوړ قیمت پلورل کیږي.





