د ۹۶ کال مالي بودیجه له زیاتوالي وروسته تصویب شوه

ولسي جرګې نن دوشنبې د (جنورۍ پر ۱۶مه) د ۷۰ میلیونو ډالرو په زیاتوالي سره د د رایو په اکثریت سره د ۱۳۹۶ مالي کال د بودیجې دویمه طرحه تصویب کړه.

د جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي په عمومي غونډه کې وویل، چې د ۱۳۹۶ مالي کال ټوله بودیجه ۴۲۹ ملیارده افغانۍ کېږي، چې څه د پاسه ۲۶۸ ملیارده افغانۍ یې عادي او ۱۶۱ ملیارده هغه یې پراختیایې بودیجه ده، چې د دوو سرو کارتونو په استثنا تصویب شوه.

له دې مخکې ولسي جرګې د دغې بودیجه مسوده د روان کال په جدي میاشت کې رد کړې وه.

د ولسي جرګې د ماليې او بودیجې کمېسیون مشر امیرخان یار وویل، که څه هم اکثره وکیلان د بودیجې په طرحه کې ستونزه نه ویني؛ خو وايي، چې په بودیجه کې د ۱۰ میلیاردو افغانیو د کسر ترڅنګ په عادي بودیجه کې ۶۳ سلنه د ملي بودیجه سهم راغلی او په پراختیايي هغې کې ۳۷ سلنه د ملي بودیجې سهم شته.

د ده په خبره، د بودیجې ۳۸ سلنه کورنیو سرچینو او ۶۲ سلنه له بهرنیو سرچینو نه جوړه شوې ده.

د بویجې په طرحه کې د ۷۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د وکیلانو له خوا ځېنې پروژې وړاندیز شوې وې، چې ماليې وزارت منلې دي.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په یوې خبرپاڼه کې له ټولو بودیجوي واحدونو څخه غوښتي، چې د امکاناتو، اغېزمنتوب او د افغانستان د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د ۱۳۹۶ مالي کال بودیجه مصرف کړي.

د ۱۳۹۶ مالي کال بودیجې طرحه تر دې مخکې هم مالیې وزارت د تصویب له پاره ولسي جرګې ته استولې وه؛ خو د مرغومې پر لومړۍ نېټې د ولسي جرګې له‌ خوا رد شوه.

وزارتونه او دولتي ادارې به خپل وړاندیزونه او نظریې مالیې وزارت ته واستوي او دغه وزارت به د دغو نظریاتو له اورېدلو وروسته د ۱۳۹۶ مالي کال بوديجه نهایي او کاري مراحل به یې بشپړوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام